1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ایران دې د نورو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي»

مسعود جهش۱۳۹۴ دی ۱۵, سه‌شنبه

په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان سفیر ویلي دي هغه وخت به یې هیواد له ایران سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې له سره ونیسي چې تهران د نورو هیوادونو په کو رنیو چارو کې لاس وهنې ته د پای تکی کیږدي.

https://p.dw.com/p/1HY1W
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare

د سعودي عربستان استازي عبدالله المعلمي، د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د سعودي عربستان او نورو عربي هیوادونو په کورنیو چارو کې د ایران مداخله د دواړو هیوادونو د دیپلوماتیکو اړیکو د بندیدو لامل دی.

له بلې خوا د سعودي عربستان د هوايي چلند ادارې چارواکو د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې له سعودي عربستان څخه ایران ته او له ایران څخه سعودی عربستان ته ټولې الوتنې لغوه شوې دي.

تړل شوی سفارت

د دواړو هیوادونو تر منځ دیپلوماتیکې اړیکې تر هغه وروسته لا ترینګلې شوې، چې یو شمیر مظاهره کوونکو په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت باندې برید وکړ. دغه مظاهرې په سعودي عربستان کې د شعیه مذهبي مشر نمر النمر، د اعدامیدو له کبله په لاره اچول شوې وې. النمر له کلونو راهیسې د سعودي عربستان پر سني شاهي کورنۍ د شعیه مسلمانانو د حقونو د تر پښو لاندې کولو له کبله نیوکې کولې.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون، هم په سعودي عربستان کې د اعدامومنو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده، خو سعودي عربستان ویلي دي چې اعدام شویو کسانو ته یې د «عادلانه او منصفانه محکمو» شرایط برابر کړي ول.

پر سعودی سربيره بحرین، متحده عربي اماراتو او سودان هم له ایران سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې شلولې دي. سودان ویلي دي چې په تهران کې د سعودی عربستان پر سفارت باندې برید په واضح ټوګه د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي.

د اندیښنې وړ وضعیت

د ایران او سعودی عربستان تر منځ د دیپلوماتیکو اړیکو شلیدو، په نړیواله کچه اندیښنې راپارولې دي. د ملګرو ملتونو سر منشي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سره په خبرو کې دغه وضعیت «ډیر د اندیښنې وړ» بللی دی.

د آلمان یوه حکومتي ویاند شتیفن زایبرت، پر سعودي عربستان او ایران باندې غږ کړی دی چې «دواړه هیوادونه دې له ټولو امکانانو څخه کار واخلې ترڅو اړیکې یې ښې شي».

سپینې ماڼۍ هم پر ټولو اړخونو باندې غږ کړی دی چې د ترینګلتیا د رامنځ ته کیدو مخه ونیسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب