1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان ته د تلونکو پاکستاني کارګرو شمیر راکم شوی

۱۳۹۶ مرداد ۲۶, پنجشنبه

په سعودي عربستان کې ورځ تر بلې د زیاتیدونکو ستونزو له کبله دغه هیواد ته د تلونکو پاکستانیو کارګرو په شمیر کې ډیر کمښت راغلی دی. ښایي دغه څه د پاکستان پر اقتصاد منفي اغیزه وکړي.

https://p.dw.com/p/2iP0h
Saudi Arabien ausländische Arbeiter im Baugewerbe
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine

د رسنیو د رپوټونو له مخې په ۲۰۱۷م کال کې سعودي عربستان ته د تلونکو کارګرو شمیر د تیر کال په پرتله یوازې ۱۷ سلنه وو. سږ کال له جنورۍ میاشتې څخه د جون میاشتې تر وروستیو پورې عربستان ته د کار په موخه ۷۰۶۰۰ زره له پاکستانه تللي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۶م کال کې دغه شمیر بیا ۴۶۲ زره تنو څخه زیات وو. د څیړونکو په آند له بیلا بیلو هیوادونو سره په کړکیچ کې د ښکیلیدو له کبله د دغه محافظه پاله هیواد مالي ستونزي زیاتې شوي دي. پر دې سربیره د تیلو راټیټدونکو بیو هم د سعودي عربستان مالي ستونزې زیاتي کړي دي.

له سعودي عربستان څخه پاکستان ته ځیني راستانه شوي کسان د شنونکو له دغې رای سره هم نظره ښکاري. د کراچۍ اوسیدونکي فرخ شیخ د دویچه ویله د اردو څانګې له خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «د یمن جګړې له مالي لحاظه سعودي عربستان اغیزمن کړی. دغه هیواد د تیلو د بیو د راټیټدو له کبله لا ترمخه له ستونزو سره مخامخ وو. خو د سیمې په نورو هیوادونو کې مداخلې د سعودي عربستان لګښتونه ډیر کړي دي، چې دغه لګښتونه د بیلا بیلو مالیو لګولو له لارې پوره کوي.»

نوموړی زیاتوي چې د ده په شمول د کورنۍ پنځه غړي یې په سعودي عربستان کې له درو کلونو څخه استوګن وو. فرخ شیخ په پلازمېنه ریاض کې په یوه شرکت کې کار کاوه. د هغه په خبره اوس حکومت نوي ماليي وضع کړي دي چې په کال کې باید ډیره مالیه ورکړي، نو له دې کبله یې کار پریښود او خپل هیواد ته راستون شو.

Saudi Arabien Ausländische Arbeite auf einer Baustelle in Riad
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine

فرخ شیخ زیاتوي چې یوازې کارګر نه، بلکې هغه کسان هم بیرته پاکستان ته راستنیږي چې هلته یې کوم کوچنی کاروبار درلود.

محمد آصف د کراچۍ یو بل اوسیدونکی دی چې په سعودي عربستان کې یې پنځه کاله کار کړی دی. خو اوس هغه د نوي کار په لټه کې دی. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «ما په ریاض او دمام کې په دوو بیلا بیلو شرکتونو کې کار وکړ. خو اوس هلته د پاکستان او نورو هیوادونو د کارګرو له پاره ستونزې مخ پر ډیریدو دي. سړی له سهاره تر ماښامه سخت کار وکړي خو د میاشتې په پای کې درسره هیڅ څه نه پاتې کیږي. له دې کبله زه بیرته راغلم.»

د محمد آصف په خبره تر شپږ میاشتنې بې روزګارۍ وروسته یې کار موندلی دی، خو دومره تنخواه اخلي چې پنځه کاله تر مخه یې پاکستان کې اخیسته. هغه پر دې خبره خواشیني ښيي چې په سعودي عربستان کې د کارگرو هیڅ قدر نه شته او نه ورته د لویدیځو هیوادونو په څیر اسانتیاوې برابريږي: «که سړی چیرې په کوم لویدیځ هیواد کې پنځه کاله تیر کړي نو هم تابعیت ورکول کیږي او هم يې کورنۍ ته اسانتیاوي برابريږي. خو زموږ په ورونو هیوادونو کې پنځه ویشت کاله تیر کړه، هیڅ توپیر نه راځي.»

د اقتصادي چارو کارپوه ثاقب شیراني هم په دې هکله له دویچه ویله سره خبري کړي دي. د هغه په خبره د پاکستان سوداګریز تاوان څو میلیارده ډالرو ته رسیږي. د دغه کارپوه په خبره د سعودي عربستان او خلیجي هیوادونو له لارې د پولي اسعارو ډیره راکړه ورکړه تر سره کیږي چې پاکستان کې د ټولو پولي اسعارو د راکړې ورکړې څه د پاسه ۶۰ سلنه جوړوي، چې دغه څه زموږ د صادراتو له کچې سره برابر دي. د ثاقب شیراني په خبره له سعودي عربستان څخه د کارګرو راتګ له کبله ښایي زموږ اقتصاد ته هم ضربه ورسیږي.

عبدالستار، اسلام آباد