سعودي عربستان د پطرولو د توليد اندازه لوړه کړه
۱۳۸۷ تیر ۳, دوشنبهدسعودي عربستان دپطرولو دچارو وزير په جده کي دپطرولو دبحران دغونډي په پای کي ويلي دي چي پدې سخته وضعه کي داسانتيا دراوستلو لپاره هر هيواد هرڅه چي کولای سي بايد ويې کړي . خودکوم مشخص اقدام په هکله يې څه ندي ويلي. خو د هغه هيواد پاچا ملک عبدا لله اعلام وکړ ی چي، دجولای دمياشتي په لمړۍ نېټه به دتوليداتو مقدار ډير کړي . ده دغونډي دپرانيستلو په ويناکي هڅه وکړه چي مستهلکين ارام کړي .
ملک عبدا لله وويل : دسعودي عربستان سياست د تيلو دلېږدونکو هيوادونو داتحاديې له جوړېدو را ايسي دتيلو دانصاف څخه ډکي بيي دي، داسي چي نه توليدونکو اونه استهلاک کونکو ته کوم تاوان ورسيږي . دنړۍ آارامي موږ ته زموږ دملي علايقو په شان مهمه ده. ددې سياست له امله موږ ته تل پېغور راکول کيږي، خوسره له هغه هم موږ پدې وروستيو مياشتوکي دخپلو توليداتو اندازه په روځ کي له 9 مليونوڅخه 9,57 ته لوړه کړې ده اوموږ دې ته هم چمتو يو چي هري نوي تقاضاته مثبت جواب ووايو.
دغه عمومي څرګندوني چي کويټ هم ورسره ومنلې دسعودي عربستان دتيلو دچارو وزير علي النيامي دغونډي په پای کي مشخصي کړې، او ويې ويل چي، سعودي عربستان دې ته چمتو دی چي ، نورتيل هم توليد کړي ،اوکه مستهلکين يې تقاضا وکړي د وعده سويو 9,57 مليونو بېلرو څخه به زيات توليدکړي. ده ويلي: که سعودي عربستان دپطرولو دتوليد مقدارکموي اوزياتوي يې ، داخيستونکو دتقاضا په اساس يې کوي، اود بلي خوا هيله لرو چي استهلاک کونکي هيوادونه د ځينو خاصو قواعدو سره ځانونوته سمون ورکړي، دمثال په توګه دوی پخپلو دپطرولو دتصفيې په دستګاوو، سمندرونو اوسمندر ګيو کي دپطرولو دتصفيحاتو او را ايستلو لپاره دپانګه اچولو اجازه ورکړي. پدې برخه کي موږ دګډکار غوښتونکي يو، اونن رښتيا يوې موافقې ته رسېدلي يو. زه هيله لرم چي له هغه سره سم عمل وسي په بازار کي دثبات د راوستلو لپاره بايد. دواړه يعني توليدونکي اواستهلاک کونکي ګډکارسره وکړي.