1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان شازادګۍ د ښځو د سپورټ مشره ټاکلې

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۱۳, چهارشنبه

د سعودي عربستان شازادګۍ ریما بنت بندار، د دغه هیواد د ښځو د بالفعل وزیري په توګه ټاکلې ده. سږ کال سعودي عربستان په اولمپیک لوبو کې د خپلو ښځینه ورزشکارانو شمیر له دوو څخه څلورو ته لوړ کړی دی.

https://p.dw.com/p/1Jadd
انځور: picture alliance/dpa/J.-G.Mabanglo

د سعودي عربستان کابینې د سه شنبه په ورځ اعلان وکړ چې شازادګۍ ریما، به د دغه هیواد د سپورټ له پاره د ادارې مشرې وکړي. د شازادګۍ ریما د صلاحیتونو او نقش په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

شازادګۍ ریما، امریکا متحده ایالاتو ته د سعودي عربستان د پخواني سفیر لور ده او د خپل ځوانۍ ډیر کلونه یې په واشنګټن کې تیر کړي دي. د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس سپا، د هغې په حواله لیکلي دي: «زه په دې ویاړم چې د خپل هیواد خدمت وکړم.»

دا به هم درته جالب وي:

په سعودي عربستان کې له تاریخي لحاظه ښځینه ورزشکارانې نه تشویقیږي خو په وروستیو وختونو کې د دغه وضعیت د بدلولو غوښتنې شوې دي. په ۲۰۱۴م کال کې یوه دولتي ښوونځي نجونو ته د ورزش زده کړې ورکړې. دا کار تر دې مخکې په سعودي عربستان کې نه وو شوی.

له یوې مجلې سره په مرکه کې شازادګۍ ریما، ویلي دي چې هغه په سعودي عربستان کې د ښځو د سپورت د ودې له پاره کار کوي. هغې ویلي دي: «زموږ ټولنه د نورو په پرتله یو څه ورو بدلون مومي. موږ باید خلکو ته بدلون تشریح کړو، نه لویدیځوال کیدل.»

دا پریکړه په داسې حال کې اعلانیږي چې سعودي عربستان په المپیک لوبو کې د ګډون له پاره خپل څلور ورزشکارانې استوي. په تیرو اولمپیک لوبو کې له سعودي عربستان څخه یوازي دوو ښځینه ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب