1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان له افغانستان څخه څه غواړي؟

حسین سیرت (مسعود جهش)۱۳۹۴ فروردین ۲۰, پنجشنبه

په وروستیو وختونو کې د سعودي عربستان د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو یوه هیات افغانستان ته سفر وکړ. د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د سفر هدف د کار د ویزې ورکول وو، خو کارپوهان وایي چې سعودي عربستان د متحدینو په لټه کې دی.

https://p.dw.com/p/1F5Ts
انځور: Reuters/F. Al Nasser

د یمن جګړه سبب شوه چې د سيمې هیوادونه د متحدینو موندلو ته لستوڼې بډ وهي. کارپوهان وایي چې یمن د سعودي عربستان او ایران د نیابتي جګړې پر میدان باندې بدل شوی دی. افغان حکومت هم په وروستیو وختونو کې یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې راغلي وو چې د «حرمین شریفین» ساتنه د هر مسلمان دنده ده. دغه اعلامیه په افغانستان کې له مثبتو او منفي غبرګونونو سره مخامخ شوه.

کارپوهان وایي چې حکومت هڅه وکړه ترڅو له سعودي عربستان څخه د ملاتړ اعلانولو له لارې د اسلامي نړۍ له مسلط جریان سره یوځای شي. د سیاسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد سید مهدي منادي، په دې اړه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «د افغانستان ملی منافع اوس ایجابوی چې په دغه شان وضعیت کې د سعودي عربستان په مشري د ایتلاف ملاتړ وکړي.»

سعودي عربستان له پاکستان څخه د یمن په موضوع کې پوځیان غوښتي دي. کارپوهان وایي چې سعودي چارواکي ښايي له افغانستان څخه هم دغه شان تمه ولري. د سیاسي چارو کارپوه شاه حسین مرتضوي، وویل چې کابل ته د سعودي عربستان د پلاوي د سفر اصلي هدف، له افغانستان څخه د پوځي ملاتړ ترلاسه کول وو. هغه زیاته کړه: «د سعودي عربستان ټولې هلې ځلې د دې له پاره دي چې څرنګه د افغانستان او پاکستان په ګډون اسلامی هیوادونه دې ته چمتو کړي ترڅو سعودي عربستان ته سرتیري واستوي او په یمن کې ځمکنۍ جګړه پیل کړي.»

دویچه ویله هڅه وکړه چې افغانستان ته د سعودي عربستان د پلاوي د سفر په اړه د ولسمشر د ویاند نظر واخلي، خو په دې کار ونه توانیده.

ولسمشرۍ ماڼۍ د سه شنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړې وه چې په کې راغلي وو افغان ولسمشر محمد اشرف غني له هغه هیات سره لیدلي دي چې د سعودي عربستان د بهرنیو، کورنیو او کار وزارتونو چارواکي په کې شامل وو. په اعلامیه کې راغلي وو: «په دغه لیدنه کې چې به ارګ کې ترسره شوه، نومړی هیات چې د ولسمشر په غوښتنه، افغان اتباعو ته د ویزو د ورکولو د تخنیکي څیړني له پاره افغانستان راغلی دی، ولسمشر ته له افغان چارواکو سره د خپلو لیدونو په اړه معلومات ورکړل.»

خو سید مهدي منادي په دې اند دی چې افغانستان هڅه کړې ده چې له غالب جریان سره یوځای شي. هغه وايي چې اوس امریکا متحده ایالات هم د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان ملاتړ کوي، له همدې کبله افغانستان خپلې ګټي د سعودي په ملاتړ کې ویني.

د سولې په بهیر کې د عربستان نقش

له بلې افغانستان د سولې په بهیر کې د عربستان مرستې ته سخته اړتیا لري. ولسمشر غني په تیرو اوو میاشتو کې درې وارې سعودي عربستان ته سفر کړی دی. افغان حکومت هیله لري چې ریاض به له افغانستان سره د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې عربستان پر طالبانو باندې ډیر نفوذ لري او له بلې خوا کولای شي چې پر پاکستان باندې هم فشار راوړي چې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

د سولې د عالي شورا غړی عبدالحمید مبارز، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «عربستان کولای شي طالبانو ته خپلې او په خلیج کې د شیخانو مرستې ودروي او پر طالبانو باندې فشار واچوي چې خبرو اترو ته حاضر شي.»

مبارز وایي چې که عربستان وغواړي په افغانستان کې سوله راوستلی شي.

له بلې خوا سید مهدي منادي وایي چې پاکستان او عربستان افغانستان د جګړې پر جغرافیا اړولې ده او کولای شي چې د خپل سیاست له بدلولو سره په افغانستان کې ثبات او سوله راولي. منادي وویل: «عربستان د یوه مهم لوبغاړي په توګه د سولې د اقداماتو د یوه بخش په مشروعیت کې ډیر پیاوړي نقش لوبوي.»

کارپوهان وایي چې افغانستان په داسې وضعیت کې نه ده چې له سعودي عربستان څخه مالي ملاتړ وکړي او یا دا چې دې هیواد ته سرتیري واستوي. دغه کارپوهان ټینګار کوي چې د یمن پر وړاندې د افغانستان سیاست تر ډیره بریده یوازي اعلانی اړخ لري.

شاه حسین مرتضوي وايي چې د یمن په موضوع کې د افغانستان دریځ کیدای شي چې د دې هیواد له پاره ډیرې ناوړې پایلې ولري. همدا اوس په میلیونو افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي چې ایران کولای شي د دغو کډوالو له ایستلو سره افغانستان له یوه سخت وضعیت سره مخامخ کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب