سعودي غواړي نور آلماني ټانکونه و پېري
۱۳۹۱ دی ۱۰, یکشنبهد «بيلد ام زونتګ» ورځپاڼه خبر ورکوي چې ټينګ مسلمان شاهي هېواد سعودي عربستان غواړي چې د سل ميليونو يورو په ارزښت۳۰ «دينګو ۲» ډوله «آي بي سي» کشافي ټانکونه وپېري او په اوږده موده کي تر سلو پورې دغه شان ټانکونه ترلاسه کړي.
د لومړۍ وزيرې انګيلا مېرکل په مشرۍ په پټه راغونډېدونکې د آلمان د امنيت شورا مثبته اشاره ورکړې او په دې ترتيب يې د لايبڅيګ ښار د جوړوونکو شرکتونو «کراوس مافاي وېګمن» او «بروکر دلتونيک» او سعودي عربستان تر منځ تجارتي معاملې ته لاره هواره کړې ده.
د «بيلد ام زونتګ» ورځپاڼه وړاندي کاږي چې معامله لا سل په سلو کې منظوره شوې نه ده. د «دينګو» په نوم ټانکونه چې د اتومي، بيالوژيکي او کيمياوي بريدونو په کشفولو کې کارول کيږي، ښايي چې د هغو ۳۶ «فوکس» ډوله ټانکونو ځای ونيسي چې د «تيسن» شرکت په۱۹۹۱ کال کې سعودي عربستان ته لېږدولي ول.
ممکن سعودي عربستان دغه ټانکونه، ځکه پېري چي د ايران له اړخه د يوه احتمالي بريد اندېښنه لري.
د سعودي عربستان له مطلق العنان مشرتابه سره د وسلو تجارت، له بشري حقونو څخه د تر سره شويو سرغړونو له کبله يوه ناندريزه موضوع ده. د دسمبر مياشت په پيل کې د «شپيګل» يوه راپور غبرګونه راپارولي ول چې په کې د سعودي عربستان له خوا د «بوکسر» په نوم د ارابه لرونکو ټانکونو رسمي غوښتنه څرګنده شوې وه.
د دغې مجلې د يوه پخواني راپور پر اساس رياض غواړي تر۲۰۰ پورې د «لېوپارد» ټانکونه هم وپېري. د آلمان حکومت د دغو راپورونو په صورت کې معمولا رسمي څرګندونې نه کوي.
خو لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل د دسمبر په پیل کې له سعودي عربستان سره د وسلو د تجارت په اړه اساسي څرګندونې کړې وې. په تلويزيون کې د يوې مرکې په ترڅ کې لومړۍ وزيرې وويل، چې د وسلو د پلورلو په برخه کې تل د بشري حقونو او ثبات د مسايلو تر منځ يو توازن په پام کي نيول کيږي.
د خليج له ځينو هېوادونو سره آلمان «ستراتيژيکي اړيکي» پالي، ځکه چې د ايران اتومي تګلاره د مېرکل په خبره يو «ډېر جدي ګواښ» ګڼل کيږي.
پروسږ کال د ۳۰ ميليونو يورو په ارزښت وسلې له آلمان څخه سعودي عربستان ته صادري شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰ ميليونو يورو په ارزښت د وسلو اجازه ورکړل شوې وه. په دغو تجهيراتو کې د بې پيلوټه الوتکو ځمکني ستيشنونه، د جنګي الوتکو پرزې، د توغنديو توغوونکي، توپخانې او هوانونه هم راځي.
سعودي عربستان يومطلق العنان شاهي نظام دی چې د اسلامي تندلارو افکارو مرکز بلل کيږي. بشرحقونه تل د اسلامي قوانينو، يعنې شريعت تابع دي. ښځې د نارينه و په پرتله ورته حقونه نه لري چې د موټر چلولو اجازه هم نه ده ورکړل شوې.