1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي له کډوالو سره مرسته کوي، خو پناه نه ورکوي

کېستن کنيپ / نسيم صابر۱۳۹۴ شهریور ۷, شنبه

سعودي عربستان په نړۍ کې له کډوالو سره د مرستې په تر ټولو لويو بسپنه ورکوونکو هيوادونو کې راځي. خو دا هيواد تښتيدلو وگړو ته بيا پناه نه ورکوي، چې علت يې د دغه محافظه کار هيواد په سياسي تگلاره کې نغښتی دی.

https://p.dw.com/p/1GNkH
انځور: Reuters

د اگست مياشتې په نيمايي کې په جده کې ميشتې «عرب نيوز» ورځپاڼې زېری ورکړ چې د ملگرو ملتونو له خوا د کډوالو لپاره لوړ کميشينر له سعودي عربستان څخه د هغې مرستې له امله مننه وکړه چې دغه شاهي نظام د الزعتري په نوم د کډوالو د پنډغالي له اوسيدونکو سره کړې وه. د «سوريايي کډوالو د ملاتړ ملي کمپاين» ۷۰ ټنه خورما جمع کړې او د کډوالو په کمپ کې يې وېشلې وه. د کډوالو د کمپ مشر، هوويگ اتيميزيان هم دغه کمپاين د «ډېر سخاوت» له کبله ستايلی و.

د سعودي عربستان له خوا بسپنو ته ليوالتيا د دغه هيواد د بنسټ ايښودونکي، عبدالعزيز بن عبدالرحمان السعود (۱۸۸۰ تر ۱۹۵۳) تر دورې پورې ستنيږي. نوموړي د خپل ځوان دولت لومړني د بشري مرستو تاسيسات هم جوړ کړي ول: «هغه يو بشپړ اسلامي تگلوری دی چې د الله (ج) پر کتاب بنا دی» او هدف يې «له اسلام او مسلمانانو څخه» ملاتړ دی. دغه ټکي د «الرياض» په نوم ورځپاڼې په پسرلي کې يو ځل بيا راژوندي کړل.

د ياد بنياد د مذهبي رنگ له کبله د مسلمانانو د سپيڅلو ورځو په ترڅ کې هم مرستې کيږي. د رمضان په مياشت کې د ساري په توگه پر سوريايي کډوالو باندې د صيدا په نوم لبناني ښار کې د ۳ مليونو امریکايي ډالرو په بيه خوراکي توکي ووېشل شول څو هغوی خپله روژه ماته کړای شي.
يو تر ټولو لوی بسپنه ورکونکی هيواد

دغسې کمپاينونه سيمبوليکه بڼه لري، خو د عوامو له خوا ورته ډېره پاملرنه کيږي. د دې تر څنگ سعودي عربستان نورې پراخې مرستې هم کوي. د ۲۰۱۳ کال په جنوري کې د خليج د مرسته ورکونکو هيوادونو په کنفرانس کې څه باندې ۹۱۰ مليونه امريکايي ډالر راټول شول. تر ټولو لويه برخه خپله کويټ ورکړه. خو سعودي عربستان هم ۲۱۳ مليونه امريکايي ډالره ورکړل. د ۲۰۱۴ کال د می په دويم کنفرانس کې نوموړي هيواد يو ځل بيا څه نا څه ۱۸ مليونه ډالره بسپنه ورکړه.

دغه رقم د ۲۰۱۴ کال په ترڅ کې يو ځل بيا ډېر لوړ شو. سعودي عربستان ۷۵۵ مليونه امريکايي ډالره بسپنې ورکړې، نه يوازې د سوريايي کډوالو له پاره، بلکې په نورو هيوادونو کې هم د بشري مرستو په موخه. د «گلوبل هومانيتارين استيستنس» يا نړيوال بشري ملاتړ په نوم د پرمختيايي سازمانونو د پروگرام له اړخه ويل شوي چې سعودي عرستان په نړۍ کې شپږم لوی بسپنه ورکونکی هیواد دی.
کډوال سعودي عربستان ته نه پرېښودل کيږي

له بلې خوا بيا سعودي عربستان خپله تر ننه پورې يو سوريايي کډوال ته پناه هم نه ده ورکړې. هغه دې ته ترجيع ورکوي چې کډوال د اروپا په لور خطرناکه لاره ونيسي. پر دغې پرېکړې باندې د بشري حقونو سازمان «امنيستي انترنيشنل» يا د بخښنې نړيوال سازمان تير منی هم نيوکه وکړه.

امنيستي ليکي چې «د خليج د هيوادونو له خوا کډوالو ته د ميشتيدو اجازه نه ورکول د شرم خبره ده»، ځکه چې «ژبنۍ او مذهبي اړيکې بايد د خليج هيوادونو ته د هغو هيوادونو د فهرست په سر کې قرار ورکړي چې د تعقيب او جنگي جنايتونو له لاسه تښتيدلو سوريايانو ته پناه ورکوي.»

د خليج زياتره هيوادونه د غيرعربو لوړې شميرې لري. د سعودي عربستان له ۲۹ مليونو اوسيدونکو څخه ۶ مليونه خارجيان دي چې په قانوني توگه په دغه هيواد کې کار کوي. لويه برخه يې له آسيا او نورو اسلامي هيوادونو څخه راځي. په کويټ کې د خارجيانو کچه ۶۰ سلنه، په قطر کې آن څه د پاسه ۹۰ سلنه او په متحده عربي اماراتو کې تقريبا ۸۰ سلنې ته رسيږي. د کډوالو په منلو سره به دغه کچه لا پسې لوړېدای. له دې کبله ښايي سوريايانو او عراقيانو ته د پناه ورکولو په برخه کې اندېښنه د رضايت په پرتله ډېره وي.

Moschee in Medina Saudi-Arabien
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images
Syrische Mutter mit ihren Kindern in Majdal Anjar (Libanon)
انځور: DW/K. Zein-Eddi