1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي: «پر مکه معظمه د برید مخه ونيول شوه»

۱۳۹۶ تیر ۳, شنبه

سعودي چارواکي وايي چي یوه ځانمرګي بریدګر چي غوښتل یې د مکې په مسجد الرحام کې چاودنه وکړي، د پولیسو لخوا تر محاصرې وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړې. په مکه کې له ټولې نړۍ ګڼ شمېر کسان راټول شوي، ترڅو د روژې پای ولمانځي.

https://p.dw.com/p/2fJHf
Saudi Arabien Mekka Hadsch
انځور: picture alliance/abaca/Orhan Akkanat

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي چې پولیسو وکولای شول چې د اسلام په یو تر ټولو سپیڅلي ځای باندې د یوه ترهګریز برید مخه ونیسي. د سعودي چارواکو په وينا یو کس چې غوښتل یې د مکې مکرمې ستر جومات کې چاودنه وکړي، وروسته له هغې چې د امنیتي ځواکونو لخوا په یوه کور کې محاصره شو، ځان ته چاودنه ورکړې.

یاد وزارت همدا راز وویل چې د چاودنې له امله درې پوړیزه ودانۍ نړیدلې، د شپږو بهرنیانو او د امنیتي ځواکونو د پنځو سرتیرو په ګډون په دې پیښه کې ۱۱ تنه ټپیان شوي دي. د پیښې یو ممکنه انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي ښيي چې په یوه کوڅه کې تر چاودنې وروسته خښتې او د نړیدلې ودانۍ نور پاتې شوني پراته دي.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې دغه پیښه هغه مهال رامنځته شوې چې پولیسو د ترهګریز پلان د شنډولو په موخه د مکې او جدې په ښارونو کې دوه چاپې ووهلې. د دې وزارت لخوا په خپره شوه یوه اعلامیه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د یوې میرمنې په ګډون پنځه جنګیالي نیولي دي. یاد وزارت تر اوسه په دې پیښه کې د کومې ډلې د لاس لرلو په هکله څه نه دي ویلي.

دغه چاودنه داسې مهال کیږي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په سلهاوو زره عبادت کوونکي د سعودي عربستان په مسجد الحرام کې چې د ستر جومات په توګه هم یادیږي راټول شوي ترڅو د روژې د میاشتې پای په ګډه ولمانځي.شعیه اقلیتونه په نښه کیږي

د ۲۰۱۴م کال راهیسې په سعودي عربستان کې وخت نا وخت بمي چاودنې او بریدونه ترسره کیږي چې زیاتره د دې هیواد شعیه مسلمان اقلیتونه په نښه کوي. تیر کال د همدې روژې میاشتې په وروستیو ورځو کې د مدینې ښار د اسلام د دوهم سپیڅلې ځای مسجد نبوي ته څیرمه په یوه چاودنه کې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په همدې ورځ په سعودي عربستان کې درې ځانمرګې چاودنې وشوې چې بیا وروسته د امریکا د متحده ایالاتو مرکزې استخباراتي ادارې وویل چې دغه کار د اسلامي دولت ډلې پورې تړلی دی.

تر دې بریدونو مخکې، د اسلامي دولت یا داعش ډلې رهبر ابو بکر البغدادي د سعودي عربستان په شاهي هیواد باندې د بریدونو خبرې کړې وې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.09.2016):