1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سل ميليوني ترينگلې پيشو وپيژنئ

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ آذر ۱۹, چهارشنبه

د «گرامپي» بد مزاجه پيشو چې له دوو کلونو راهیسې یې نوم د خلکو پر ژبه دی، نه یوازې په یوه ستوري بدله شوې، بلکي په مالي لحاظ هم ډیره شتمنه ده. دغي پيشو په دوو کلونو کې سل میلیونه ډالره عاید لرلی دی.

https://p.dw.com/p/1E20U
Grumpy Cat
انځور: picture-alliance/Gage Skidmore/dpa

په عادي حالاتو کې د سينما اکثره لوبغاړي ډیر لوړعاید لري، خو د دوی يو شمیر شاید ونه توانیږي چې په مالي لحاظ له مشهوري پيشو «گرامپي» سره سیالي وکړي.

بریتانوۍ خپرندویه ادارې اکسپرس، لیکلي دي چې دغي بد خلقه (ترينگلي) پیشکو په دوو کلونو کې ۱۰۰ میلیونه ډالره پیسې گټلي دي. دغي پيشو د فوربس په نامه معتبري نشريې په فهرست کي تر «رابرت داوني جونیر» او«دواین جانسن» چې د لوړ عاید درلودونکو ستورو په کتار کې دي، وروسته دریم ځای نيولی دی.

حتی که د اکسپرس ارقام دقیق هم نه وي، داسې معلومیږي چې د دغې پیشکو خاوند به د یوې ترينگلي پیشکو د درلودلو له برکته ډیري پيسې ترلاسه کړي.

د «گرامپي» د بریالیتوبونو پړاو د ۲۰۱۲ کال له سپتمبر میاشتي څخه هغه وخت پيل شو، چې د دغې پيشکو د خاوند ورور په انټرنټ کې د «گرامپي» انځور خپور کړ.

د دغې پيشکو «خاصې» څیرې نه یوازي مجازي دنیا فتح کړه، بلکي له ټي شرټونو څخه نیولې بیا تر جنتریو پوري پر ټولو شيانو يې انځورونه راغلل، چې د پيشکو خاوند هم له دې لاري ډیري پيسې پيدا کړې.

د پیشو خاوند په «گرامپي» پوري اړوند آثار وپلورل او د دغې پيشو د تریو تندي په هکله یې د دوو کتابونه تر لیکلو وروسته نشر ته وسپارل.

د شپيگل په نامه آلمانۍ ورځپاڼې لیکلي دي چې د امازون په انټرنټ پاڼه کې د دغې پيشو انځور لرونکي په لسونو زره ټي شرټونو او جامو فرمایش ورکول کیږي.

هغه دوه کتابونه چې د دغې پیشو خاوند په ۲۰۱۳م کال کې خپاره کړي ول، د نیویارک ټایمز په نشریه کې د ورځې تر ټولو ډیر خرڅیدونکو کتابونو په نوملړ کې شامل ول. تر اوسه پورې د دغي پيشو انځور درلودونکي ۱۰۰۰۰۰ ټي شرټونه پلورل شوي دي.

«گرامپي» پيشو په خپل رسمي انټرنټ پاڼه کې د فیس بوک په ټولنیزه شبکه کې تر ۷ میلیونو ډیر طرفداران لري. همدارنگه دغه پيشو د تویتر په شبکه کې ۲۵۶ زره تعقیبونکي لري. د "grumpy" گرامپي کلیمه په انگلیسي ژبه کې د ترينگلي، په معی ده، چې ډیر ژر د دغې پيشو په هنري نوم واوښت.

تلگراف ورځپاڼې د دغې پيشو د ۲۸ کلن خاوند له خولي لیکلي دي: «هغه څه چې دغي پيشو په دومره لنډه موده کې پيدا کړل، ډیر فوق العاده دي.»

گرامپي له څو تنو فلمي ستورو سره هم وخت تیر کړی دی. په همدې وروستیو کې «د گرامپی تر ټولو خراب کرسمس» تر نامه لاندي د دغي ترينگلي پيشو یو نوی فلم نندارې ته وړاندی شوې دی.

Grumpy Cat
انځور: picture-alliance/ UPI/John Angelillo/Landov