1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سمسنگ باید اپل ته د زیان په توگه تاوان ورکړي

۱۳۹۱ شهریور ۴, شنبه
https://p.dw.com/p/15wbt

د متحده ایالاتو یوې محکمې د سمسنگ کمپنی ته امر کړی دئ چې د اپل کمپنې ته د زیان په توگه تر یو میلیار ډیر ډالر ورکړي. محکمې دا پریکړه وروسته تر هغې وکړه کله چې دا خبره معلومه شوه چې د سمسنگ کمپنې د آې فون د کمپنې ځانگړي خصوصیات په خپل گلیکسې تولیداتو کې شامل کړي دي.

د سن جوزي د محکمې قاضیانو دغه پریکړه تر درې ورځو غور او فکر وروسته کړې ده. ښایي له دغې پریکړه وروسته په متحده ایالاتو کې د سمسنگ د مهمو تولیداتو په خرڅلاو باندې بندیز ولگول شي. د دغه حکم وروسته د اپل په اسهامو کې دوه فیصده لوړ والی راغلی دئ.