1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سمسونک د لوړې گټې اعلان وکړ

۱۳۹۱ مهر ۱۴, جمعه

د برقي سامانونو تولیدونکي کوریایي شرکت سمسونگ ویلي دي چې په تیرو درو میاشتو کې ئې تر بل هر وخت ډیره گټه کړې ده. دې شرکت زیاته کړې ده چې د کټې د لوړیدو لامل د سمسونگ گلکسي تلیفونونو تود بازار دئ.

https://p.dw.com/p/16KwC
انځور: picture-alliance/ZB

د جنوبي کوریا سمسونګ کمپنۍ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د روان کال د جولایي، اګست او سپتمبر په میاشتو کې ئې تر بل هر وخت ډیره ګټه کړې ده. د سمسونګ له خوا د خپرو شوو شمیرو له مخې دې شرکت په دغو درو میاشتو کې ۵.۶ میلیارده یورو ګټلي دي.

د سمسونګ شرکت په نړۍ کې د ګرځنده تیلیفونو، حافظه لرونکو کارتونو او تلویزیونو تر ټولو ستر شرکت دﺉ. دې شرکت ویلي دي چې د گټې د لوړیدو تر ټولو لوی لامل ئې د سمسونگ گلکسي تیلیفونونو ښه مارکیټ دئ.

دا په داسې حال کې ده چې کارپوهان وایي چې د سمسونگ د گرځنده تیلیفونونو بازار به د ۲۰۱۳ کال تر نیمایي پورې د همداسې تود پاتې شي. هغوی زیاتوي چې دغه تیلیفونونه به په خاصه توگه په مخ په ودې بازارونو کې ډیر پیریدونکي ولري.

د روان کال د اگست میاشتې راهیسې د سمسونگ د اسهامو بیه هم اوه سلنه لوړه شوې ده. که څه هم سمسونگ امریکايي اپل کمپنۍ ته یوه دعوه بایلله او دغه شرکت اپل ته له یوه میلیارد ډالرو څخه ډیره جرمانه ورکړه خو پر دې سربیره هم د سمسونگ د اسهامو بیه د لوړیدو په حال کې ده.

د اپل شرکت پر سمسونگ باندې تور لگولی دئ چې د گلکسي تلیفون په جوړولو کې ئې د اپل له تکنالوژۍ څخه کار اخیستی دئ.

سمسونگ به د اکتوبر په میاشت کې د خپلې گټې په اړه پوره رپوټ خپور کړي چې په کې به هر څه په تفصیل سره راغلي وي.

مسعود جهش (رویترز، اسوشیتد پرس، د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض

کارپوهان وایي چې د سمسونگ د گرځنده تیلیفونونو بازار به د ۲۰۱۳ کال تر نیمایي پورې د همداسې تود پاتې شي.
کارپوهان وایي چې د سمسونگ د گرځنده تیلیفونونو بازار به د ۲۰۱۳ کال تر نیمایي پورې د همداسې تود پاتې شي.انځور: picture-alliance/ZB