1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سمندري ځواکونه: د خپرې شوي ويډیو په اړه پلټني کوو

۱۳۹۰ دی ۲۲, پنجشنبه

امريکايي سمندري ځواکونو د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د هغي ویډیو د اصلیت په اړه به پلټني پیل کړي چي پکښي څلور امریکایي سرتیري د طالبانو پر مړو ملنډي وهي. دغه ویډو د انترنټ له لارې خپره شوې ده.

https://p.dw.com/p/13i0x
آرشیف انځور: امریکا ویلي چي د وروستۍ ویدیو په اړه به پلټنې پیل کړي
آرشیف انځور: امریکا ویلي چي د وروستۍ ویدیو په اړه به پلټنې پیل کړيانځور: AP

په دغه ویډیو کي چي د یوتیوب ویبپاڼي له لاري خپره شوې ده پکښي ليدل کيږي چي څلور تنه بهرنيان چي د امریکایي سمندري ځواکونو جامي ئې په تن دي د درو تنو وژل سوو کسانو پر جسدونو باندي ملنډي وهي.

د وژل سوو کسانو سره کومي وسلې نه ښکاري او څنگ ته ئې يوازي يوه کوچنۍ لاسي کراچۍ پرته ده چي له دې څخه په افغانستان کښي وړو شيانو په انتقال کښي گټه اخيستل کيږي.

د امریکا سمندري ځواکونو په یوه بیانیه کي ویلي دي چي که څه هم لا د ویډیو د اصلیت په اړه جزئیات په لاس کي نه سته، خو هغه څه چي په دې ویډیو کي ښوول شوي دي د سمندري ځواکونو د اصولو خلاف دي. په بیانیه کي زیاته شوي ده چي دغه موضوع به په جدي توکه وڅېړل شي.

دوو تنو امریکایي چارواکو چي د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې له رویترز خبري آژانس سره خبري کړي دي د ویډیو د اصلیت تائيد کړی دئ، خو رویترز لا تر اوسه په مستقله توګه د ویدیو په اړه کوم شواهد نه دي تر لاسه کړي.

په متحده ایالاتو کي د مسلمانانو د بشري حقونو یوه ګروپ د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر ته یو لیک لېږلی دئ او دغه ویدیو ئې غندلې ده.

د دغي ویډيو تر خپریدو وروسته کیدای شي په افغانستان کي د متحده ایالاتو پر ضد عقاید لا پسي قوي شي. دا د امریکایي سرتیرو له خوا په افغانستان کي د بشري حقونو د تر پښو لاندي کولو لومړنۍ پیښه نه ده. تر دې مخکي یوې امریکایي محکمې ځیني امریکایي سرتیري په کندهار کي د ملکي کسانو د وژلو په تور په بند محکوم کړل. دغو سرتیرو په ۲۰۱۰ کال کي پرته له کوم دليله ملکي خلک وژلي ول.

دا ويډيو په داسي حساس وخت کي خپره سوې ده چي د امریکا متحده ایالات غواړي له طالبانو سره سوله وکړي او له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. دا ویډیو کولای شي د امریکایانو په وړاندي ستونزي نوري هم ډيري کړي.

د پنتاګون چارواکو هم ویلي دي چي دغه ډول کړني د امریکا له پاره د منلو نه دي. د پنتاګون ویاند ویلي دي چي خپره شوې ویډیو به وڅېړل شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل