1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مکین له افغانستان څخه د وتلو پلان د ارزولو غوښتنه وکړه

۱۳۹۴ تیر ۱۳, شنبه

امریکايي سناتور جان مکین، د شنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر پر مهال وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د روانو بریدونو له کبله باید له دې هیواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلان له سره وارزول شي.

https://p.dw.com/p/1Fsjz
انځور: picture alliance

دغه جمهوري غوښتونکي سناتور په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونه په زړورتیا جنګیږي خو په عین حال کې یې په منځ کې د تلفاتو کچه هم لوړه ده.

اوس مهال په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه په جګړه کې مستقیمه ونډه نه اخلي او د دې هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه افغانانو ته سپارل شوي دي. د پلان له مخې به د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو شمیر لا پسې راکم شي خو جان مکین ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل باید په دې هیواد کې د شرایط پر اساس وي: «د داعش له راپیدا کیدو او بیا د روان کال پسرلني بریدونو ته په کتو سره زما له نظره د ګواښ شرایط داسې د بدلون په حال کې دي چې ایجاب کوي د امریکا د اوسنې ادارې د وتلو مهال ویش له سره وارزول شي او په سیمه کې له شرایطو سرا برابر شي.»

سناتور جان مکین او افغان ولسمشر محمد اشرف غني، تروریزم افغانستان، سیمې او نړۍ ته یو ګواښ وباله. له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې دواړو د ترهګرۍ پر ضد د اقدامات پر دوام باندې ټینګار کړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب