1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سندرغاړې غزاله جاويد ووژل سوه

۱۳۹۱ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

په پیښور کي وتلې پښتو سندرغاړې غزاله جاوید له خپل پلار سره یو ځای وژل شوې ده. هغې د تیرو څو کلونو راهیسي سندري ویلې او ډیر شمیر مینه وال ئې درلودل.

https://p.dw.com/p/15HYC
انځور: DW

د پولیسو په وینا ۲۴ کلنه غزاله جاوید د نامعلومه کسانو له خوا په ډزو ویشتل شوي ده. پولیس په دې باور نه دي چي گويا طالبان دې په دغه پیښه کي لاس ولري. د هغې د وژني تور د هغې پر پخواني مېړه لگول کيږي. پولیس وایي چې پیښه ئې ثبت کړې ده او په اړه ئې پلټني رواني دي.

د پیښور پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي دلاور بنگښ، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي، چي دوه تنه چي پر موټر سایکل باندي سپاره ول غزاله جاوید او د هغه پلار په ډزو وژلي دي او په تښته بریالي شوي دي.

غزاله جاوید شپږ مرمۍ او د هغې پلار يوه مرمۍ په سر کي ویشتل شوی دئ. ويل کيږي چي پر غزاله جاويد هغه وخت وسله وال يرغل وسو چي د موسيقۍ د يو پروگرام له ترسره كولو مخکي يوې سينګارخانې ته تللې وه.

پولیس په خپلو خبرو کي ویلي دي چي ښايي د دغي وژني تر شا کومه کورنۍ شخړه وي. د پولیسو یو بل چارواکي امتیاز خان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي په دغه پیښه کي ښایې د غزاله جاوید پخوانی مېړه لاس ولري.

غزاله جاوید له یوې لسیزي راهيسي سندري ويلې او په پښتني سیمو کښي ئې ډير مینه وال لرل. جاوید په ۲۰۰۹م کال کې له هغه وروسته د سوات څخه پیښور ته کډه شوې وه چي په دغه سیمه کي د طالب اورپکو پر ضد د پاکستان د دولت له لوري تصفیوي عملیات پیل شول.

د پیښور ښار میشتو فرهنگیانو د غزاله جاوید وژل غندلي دي او له دولت څخه ئې غوښتي دي چې په پیښه کي ښکېل کسان د قانون منگولو ته وسپاري.

د غزاله جاوید د کورنۍ په وینا، هغې په ۲۰۱۰م کال کې د جهانگیر خان په نوم له یوه سوداگر سره واده وکړ خو بیا وروسته ئې له هغه څخه، ځکه د طلاق غوښتنه وکړه چي هغه یو بل واده هم لاره او هڅه ئې کوله چې غزاله له سندرو ویلو څخه منع کړي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل