سندي ډیر تاوان اړولی دی
۱۳۹۱ آبان ۱۰, چهارشنبهاعلان
د امریکا متحده ایالاتو په ختیځ ساحل کې اوس هم په میلیونو انسانان بریښنا نه لري. دغه کسان په دې سیمه کې د سندي د توپان تر راتلو وروسته په تیاره کې وخت تیروی. د سندی له توپان سره یو ځای سختو بارانونو حالات لا پسې کړکیچن کړي دي.
ولسمشر اوباما په نیویارک، نیو جرسي او لونګ ایلند کې د «لوی افت» وضعیت اعلان کړی دی. د نیویارک د اسهامو مارکیت د دویمې ورځې له پاره هم تړلی پاتې شوی دی. تر اوسه پورې د سندي د توپان له کبله لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي دي. ډیری کسانو د ونو د رالویدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.