1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سنودن ته د نوبل بديله جايزه ورکول کیږي

احمد ولي اڅکزی (دویچه ویله)۱۳۹۳ مهر ۳, پنجشنبه

ايدوارد سنودن د ۲۰۱۳م کال په جنوري میاشت کي د استخباراتي ادارو له خوا د پراخي څارنې له پروګرامونو څخه پرده پورته کړه. د دغه په بدل کي هغه ته د نوبل بديله جايزه ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/1DKym
انځور: AFP/Getty Images

د امريکا د متحده ايالتونو د ملي امنيت د ادارې یا NSA پخواني کارکونکي، ايدوارد سنودن ته د ۲۰۱۴م کال د نوبل بديله جايزه ورکول کيږي. ياده جايزه د «رايت لايفليهود اېوارد» نومي بنسټ له خوا هغو کسانو ته ورکول کيږي چي د دغه بنست په حواله ژوند يې د چاپيريال او انسانيت له پاره يوې مهمي موضوع ته وقف کړی وي.

دا چي سنودن ته دغه جايزه ورکوله کيږي د جايزې د ژوري هيئت داسي توجيه کړې: «ځکه چي هغه [سنودن] په زړورتيا او په وړتيا او کفايت سره د هغې پراخي دولتي څارنې څخه پرده ليري کړه چي بنسټيزه ديموکراتيکي پروسې او په اساسي قانون کي تضمين سوي حقونه زیانموی.»

ژورناليزم د عامه ښېګڼي له پاره

د نوبل په سږنۍ بديله جايزه کي د بريتانوۍ ورځپاڼي «ګاردين» مسوول مدير اېلن رسبريجر، د سنودن شريک دی. نوموړي د سنوډن له خوا ورته سپارل سوي معلومات خپاره کړي ول. د جايزې ژوري هيئت ايلن رسبريجر، ته د جايزې ورکول داسي توجيه کړي دي: «هغه د زياتو فشارونو باوجوده د دولتونو د غېرقانوني چلن څخه پرده پورته کړې او د رسنيو يو داسي نړیوال سازمان يې جوړ کړی دی چي د عامه ښېګڼي له پاره يې ژورناليزم خپل شعار ګرځولی دی.»

خو سياستوال او د امنيتي ادارو چارواکي پر ايلن رسبريجر تور لګوي چي د حساسو معلوماتو له بربنډولو سره يې ملي امنيت ته ګواښ رامنځ ته کړی او د ترهګرو کار یې آسانه کړی دی.

د نوبل بديله سږنۍ جايزه په پاکستان کي د بشري حقونو فعالې عاصمه جهانګير، او په سريلنکا کي د بشري حقونو د کميشن غړي باسيل فيرناندو، ته د بشري حقونو له پاره د مبارزې په بدل کي ورکړل سوې ده. یوه بله جايزه د چاپيريال ساتنې امريکايي فعال بيل مېک کنيبن ته ورکول کیږي. د درو جايزو له ګټونکو څخه هر يو ته تقريبا ۵۰ زره يورو هم سپارل کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب