1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سنودن ته روسيې ته د ننوتلو اسناد ورکړل سوي دي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۲, چهارشنبه

روسي رسنیو ویلي دي چې د امریکا د استخباراتي ادارې پخواني کارکوونکي ايدوارد سنودن، ته داسې اسناد ورکړل شوي دي چې کولای شي د مسکو له هوایي ډگره ووځي او د روسیي په خاوره کې آزاد تگ راتگ وکړي.

https://p.dw.com/p/19DmZ
Anatoly Kucherena (L), the Russian lawyer assisting former U.S. spy agency contractor Edward Snowden, speaks to the media at Sheremetyevo airport in Moscow July 24, 2013. Snowden has been granted the papers that will allow him to leave the transit area of a Moscow airport where he is holed up, an airport official said on Wednesday. The official told Reuters that Snowden, who is wanted by the United States for leaking details of U.S. government intelligence programmes, would be handed the documents by a lawyer later on Wednesday at Moscow's Sheremetyevo airport. REUTERS/Maxim Shemetov (RUSSIA - Tags: POLITICS)
Snowden Papiere Moskau Flughafen Anwalt Kucherena 24.07.2013انځور: Reuters

د روسیې «ريا نووستي» خبري آژانس د چهار شنبې په ورځ وویل چې د دغه هیواد د کډوالو چارو ادارې ايدوارد سنودن ته داسې اسناد ورکړي دي چې کولای شي د مسکو د هوایي ډگر د ترانزیت له برخي څخه ووځي. سنودن د جون میاشتې له ۲۳ نیټې راهیسې د مسکو د شريميتوا هوايي ډگر د ترانزيت په برخه کي بند پاته وو.

د آژانس په حواله سنودن ته په ورکړل شوي سند کې دا خبره ذکر شوې ده چې د روسیې د کډوالو ادارې د سنودن د پنا غوښتنه هم ترلاسه کړې ده. اوس نو سنودن کولای شي په هغه صورت کې چې د روسیې سرحدي ځواکونه کومه ملاحظه و نه لري، د دغه هیواد خاورې ته ورداخل شي.

په همدې حال کې انترفکس خبري آژانس ویلي دي چې سنودن کولای شي «د څو ساعتونو په موده کې» د هوایي ډگر د ترانزیت برخه پریږدي او د روسیې خاوري ته ورداخل شي. ویل شوي دي چې دغه سند د سنودن وکیل اناتولي کوچیرینا، ته سپارل شوی دی چې هغه یې په هوایي ډگر کې سنودن ته وسپاري. انترفکس ویلي دي: «امریکايي [ايدوارد سنودن] اوس له هوايي میدانه د وتلو چمتوالی نیسي. هغه ته نوي کالي ورکړل شوې دي.»

سنودن له يوې مياشتي راهيسي د مسکو په شريميتوا هوايي ډگر کي بند پاته وو.
سنودن له يوې مياشتي راهيسي د مسکو په شريميتوا هوايي ډگر کي بند پاته وو.انځور: The Guardian/Getty Images

سنودن څارنیز پروگرام بربند کړ

امریکا متحده ایالات اوس په سنودن پسې گرځي ځکه هغه د دغه هیواد د انترنتي او تلیفوني اړیکو د څارنیز پروگرامونو په اړه له رسنیو سره پټ اسناد شریک کړل. د هغه له خوا دغه افشاکوني د دې سبب شوې چې له امریکا څخه دباندي په ډیرو هیوادونو کې د دغه هیواد د څارنیزو پروگرامونو په اړه غبرگونونه رامنځ ته شي.

د سنودن د افشاکولو په پایله کې دا خبره هم څرگنده کړې ده چې امریکا په آلمان کې هم ډیر شمیر کسان تر څارنې لاندې لرلي چې له کبله یې د آلمان پر حکومت باندي هم فشارونه ډیر شول. اوس په آلمان کې داسي پوښتنې رامنځ ته شوې دي چې د دغه هیواد حکومت تر کوم حد پوري د دغه پروگرامونو په اړه معلومات لرل.

سنودن په آلمان کې د افشا کولو اجایزه ترلاسه کړه

تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ په آلمان کې د «افشا کولو» جايزه ورکړل شوې ده. د شفافیت نړیوال سازمان په خپله پاڼې کې ویلي دي چې دغه جایزه هغو کسانو ته ورکول کیږي چې «په لویه کچه د سو استفادو، د وگړو او ټولنې له پاره د خطر ناکو پرمختگونو، دیموکراسي، سولي او چاپیریال په اړه د خلکو د گټې له پاره افشاکووني کوي.»

دغه ۳۰۰۰ یوریې جایزه د آلمان د سياستپوهانو د فدراسیون او د اتومي وسلو پر ضد د څارنولانو د اجمن آلمانۍ څانگي له خوا په گډه ورکول کیږي. د لومړي ځل له پاره د شفافیت نړیوال سازمان آلمانۍ څانگه هم د دغي جایزې په ورکولو کې ښکیل شوې ده.

د آلمان د ساینسپوهانو له فدراسیون څخه هارتموت گراسل، ویلي دي چې دغه جایزه ځکه سنودن ته ورکړل شوې ده چې یوه ټولنه مدني جریت او د ايدوارد سنودن په شان زړورو کسانو ته اړتیا لري ترڅو سؤاستفادې روښانه او مخه يې ونیوله شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب