1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سنودن د پناه غوښتني او عفو تر منځ

شليس گيرو/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ مرداد ۹, پنجشنبه

د امریکا د ملي امنيت ادارې د پخواني کارکوونکي ايدوارد سنودن يو کال کيږي چي په روسيه کي يې پناه اخيستې ده. اوس پوښتنه داده چي آيا هغه به په روسيه کي پاته سي او که به بيرته خپل هیواد امريکا متحده ايالاتو ته سون سي؟

https://p.dw.com/p/1CmwY
انځور: picture alliance/AP Photo

د اوکراين د کړکېچ له کبله د روسيې او امريکا اړيکي ډيري ترينگلي دي. داسي ترينگلي دي چي د ولسمشر باراک اوباما له پاره ښايي د سنودن موضوع په لومړيتوبونو کي نه وي. دا خبره هم له امکانه ليري ده چي روسيه به سنودن امريکا ته وسپاري او يا دا چي سنودن به په خپله خوښه امريکا ته ولاړ سي.

دا پرهغه سر بيره چي د امريکا د عدليې وزير هايکو ماس سنودن ته مشوره ورکړې ده چي امريکا ته د بېرته ورتلو له پاره د دغه هيواد له حکومت سره تماس ونيسي او شرايط ورسره مطرح کړي.

ماس، سنودن مخاطب کړی وو چي گويا هغه به دا نه غواړي چي خپل ټول ژوند له يوې پناه غوښتني څخه تر بلي پناه غوښتني پوري په ځغاستو کي تېر کړي.

خو د دا ډول جوړ جاړي امکانات ډېر کم اټکل کيږي. دCenter for American Progress په نوم ټولني د استخباراتي چارو کارپوه کېن ګډ له دويچه ويله سره په مرکه کي وويل، داسي لږ چانسونه ويني، چي سنودن به په خپله خوښه امريکا ته ولاړ سي:

«زه هيڅکله نه وايم چي هيڅکله. خو زه داسي فکر کوم چي دا به بيخي تر امکان ليري کار وي چي سنودن به بېرته د امريکا متحده ايالتو ته ستون سي.»

گډ زياتوي چي حد اقل د کال په پېل کي د سنودن او اوباما د حکومت تر منځ جدي خبري اتري وسوې. نوموړی زياتوي چي په امريکا کي په عامه توگه پر دې باندي بحث کيږي چي ايا سنودن ته هغسي عفوه وسي، لکه هغه چي يې غوښتنه کوي که څنګه؟ د دې له پاره چي هغه بېرته امريکا ته ستون سي. د گډ په وينا حتی اېن اېس اې پخپله داسي اشارې ورکړي چي گويا له سنودن سره خبرو اترو ته لېوالتيا لري. کېن گډ زياتوي:

«د اين ايس اې له پاره په دې وجه له سنودن سره خبري اتري په زړه پوري دي، يا په دې خاطر ورته زړه ښه کوي، چي د محرمو اسنادو تر خپرېدو يو کال وروسته لا هم دغه اداره په دقيقه توګه پوه نه ده، چي سنودن کوم کوم اسناد له ځانه سره وړي دي.»

خو د کېن گډ څرګندوني د امريکايي رسنيو له راپورونو سره په تضاد کي دي. دغه رسنۍ ادعا کوي چي اين ايس اې نور د سنودن سره کومه دلچسپي نه لري او دا چي د سنودن معلوماتو د وخت په تېرېدو سره خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

د استخباراتي چارو کارپوه کېن گډ وايي، که څه هم چي سنودن په خپل لاس کي زياتره اسناد نورو خلکو ته سپارلي دي، خو د امريکا د ملي امنيت ادارې له پاره دا په زړه پوري ده، چي په دې ځان خبر کړي چي سنودن کوم اسناد چا ته ورکړي دي:

«د دغو اسنادو په هکله معلومات د امريکا له حکومت سره د خبرو اترو او يو ممکنه جوړجاړي ته د رسېدلو له پاره سنودن ته مهم دي. خو په عمومي توگه سنودن په داسي يو پياوړي مؤقف کي نه دی چي عمومي بخښنه دي ورته وسي. دا يو ناممکنه کار دی.»

سنودن په روسيه کي د يو کال له پاره پناه تر لاسه کړې ده چي دغه ميعاد د جولای پر يو دېرشمه نېټه پای ته رسيږي. سنودن تر دغي نېټې څو اونۍ دمخه لا د دغه وخت د غځولو په اړه روسي ادارو ته غوښتنليک وړاندي کړی دی. خو په دې کي هيڅوک شک نه لري چي روسيه به دغه وخت تمديد نه کړي.

ايدوارد سنودن د امريکا د ملي امنيت ادارې پخوانی کارکونکی دی، چي داسي محرم اسناد يې بربنډ کړل چي له مخي يې دغي ادارې د آلمان په گډون د نړۍ د بېلابېلو هيوادونو د مشرانو تماسونه څاري. د سنودن دغه معلومات د مثال په توگه د دې سبب وګرځېدل چي د امريکا او آلمان اړيکي تر اغېزې لاندي راسي.