1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سنودن غواړي مفصله شاهدي ورکړي

عبدالباري حکیم (فرانس پرس، د آلمان خبري آژانس)۱۳۹۳ فروردین ۲۳, شنبه

آیا د آلمان د پارلمان د هغې جرگه گۍ چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت د استخباراتي ادارې NSA، د جاسوسي فعالیتونو پلټنه کوي، پر وړاندې به د نوموړې ادارې پخوانی کارکوونکی، ایدوارد سنودن شاهدي ورکړي؟

https://p.dw.com/p/1Bgsy
انځور: Reuters

د آلمان اپوزیسیون وایي چې هو! خو د آلمان حکومت زړه، نا زړه دی او اندیښنه لري چې نه شي سنوډن د خپلې شاهدۍ له پاره شرایط وړاندي کړي. خو داسې ښکاري چې نوموړی همکارۍ ته چمتو وي.

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت د ادارې چې انگلیسي مخفف یې NSA دی، پخواني مامور ایداورد سنودن، ویلي دي چې هغه چمتو دی تر څو د آلمان د پارلمان د پلټنې جرگه گۍ پر وړاندې د امریکا د هغو پټو استخباراتي فعالیتونو په هکله چې په آلمان کې تر سره کړي دي، پرته له «کوم قید او شرط» څخه شاهدي ورکړي. د سنودن دغه چمتوالی په هغه یوه لیک کې بربڼد شوی دی چې د نوموړي آلماني وکیل ولفگانگ کالیک، د آلمان یو شمیر رسنیو ته استولی دی.

په حقیقت کې دغه لیک د جرگه گۍ د رئیس پاتریک سنسبورگ، چې د مسیحي دیموکرات CDU، غړی دی په نامه لیکل شوی دی. تر اوسه پورې د امریکا د استخباراتي ادارې نوموړي پخواني مامور چې په خپل هیواد کې د «ملي خیانت» په تور تر جزایي تعقیب لاندې دی، د خپلې شاهدۍ له پاره دا شرط ایښی وو چې هغه ته په آلمان او یا آلمان ته ورته په یوه هیواد کې سیاسي پنا ورکړای شي. له دې موضوع څخه د آلمان د گرویین یا زرغون گوند، پارلماني استازي هانس- کریستیان شترویبلې، د نومبر په میاشت کې په روسیه کې له سنودن سره د یوې لیدنې کتنې وروسته آلماني چارواکو ته رپوټ ورکړ.

په نوي لیک کې د سنودن وکیل یوازې دې خبرې ته اشاره کړې ده چې د آلمان په فدرالي شورا یا «بوندستاگ» کې د یوه شاهد په توگه د سنودن څخه تحقیق «له یو لړ حقوقي او عملي ستونزو سره» تړلی دی. سربیره پر دې نوموړي وکیل په خپل لیک کې یادونه کړې ده چې «مخکې له مخکې موږ نه شو کولای چې په دې هکله یو څه ووایو چې سنودن د کومې موضوع په هکله مفصل معلومات ورکولای شي او یا یې غواړي چې ور یې کړي.»

د NSA د پلټنې په جرگه گۍ کې کش او کړپ

د آلمان د پارلمان د پلټنې نوموړې جرگه گۍ باید د سنودن له خوا کابو یو کال مخکې استخباراتي بربنډونې چې ویل کیږي په آلمان کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو او عامو خلکو تلیفوني او انټرنټي اړیکې تر څارنې لاندې نیولي، تر پلټنې لاندې ونیسي. په دغې جرگه گۍ کې له سنودن څخه احتمالي تحقیقات په تیرو ورځو کې د حکومت او اپوزیسیون تر منځ سخت بحثونه راپارولي دي. د پنجشنبې په ورځ نوموړې جرگه گۍ د حکومت د ائتلافي گوندونو د رایو په مرسته پریکړه وکړه چې له سنودن څخه د تحقیقاتو په هکله تصمیم د می تر میاشتې پورې وځنډول شي. تر هغه وخت پورې به تصمیم ونیول شي چې د کومو شرایطو له مخې دغسې یو تحقیق ممکن دی.

د اپوزیسیون کیڼ اړخي او زرغون گوندونو په نوموړې موضوع کې د ځنډونې سیاست غندلی دی. هغوی وایي چې واکمن ائتلافي گوندونه چې له مسیحي دیموکرات، مسیحي سوسیال او سوسیال دیموکرات گوندونو څخه جوړ شوی دی، هلې ځلې لري چې له سنودن څخه دغسې یو تحقیق امریکا متحده ایالاتو ته د صدراعظمې انگلا میرکل له پلان شوي سفر څخه مخکې تر سره نه شي.

په جرگه گۍ کې د دغو اختلافاتو له امله د دغه جرگه گۍ تر اوسه پورې رئیس کلیمینز بینگیر، چې له مسیحي دیموکرات گوند څخه دی، استعفا وکړه. د هغه ځای ناستي پاتریک سنسبورگ، له سنودن څخه د احتمالي تحقیق د تصمیم ځنډولو څخه دفاع کوي او وایي چې د سنودن د وکیل وروستی لیک د دې خبرې تصدیق کوي چې باید د دې تحقیق «حقوقي او عملي ستونزې» حل کړای شي. هغه وویل: «له همدې امله جرگه گۍ د رایو په اکثریت سره د آلمان د حکومت د دریځ روښانه کولو غوښتنه وکړه.»

دیرش کلن ایدوارد سنودن په اوسني وخت کې په روسیه کې تبعیدي ژوند کوي. د هغه د اقامې موده د جولای میاشتې په پای کې ختمیږي. د امریکا متحده ایالاتو چارواکو په نړیواله کچه هغه تر تعقیب لاندې نیولی دی او د هغه د نیولو امر یې صادر کړی دی. د امریکایي چارواکو دغسې یوه غوښتنه د آلمان د عدلیې وزارت ته لا مخکې رسیدلې ده. برلین ته د جرگه گۍ پر وړاندې د سنوډن د شاهدۍ ورکولو له پاره د سفر په صورت کې، که چیرې د هغه د دې سفر قانوني ضمانت ونه شي، سنودن امریکایي چارواکو ته د سپارلو له گواښ سره مخامخ کیږي.

سنودن د سه شنبې په ورځ د یوه ویدیویي کنفرانس له لارې په شتراسبورگ، کې د اروپا پارلماني استازو او کار پوهانو یوې غونډې ته خبرې وکړې. د سنودن وکیل کالیک، هغه رپوټونه رد کړل چې گواکې سنودن ښایي د آلمان د پارلماني پلټنې جرگه گۍ ته د ویلو له پاره ډیر څه و نه لري. نوموړي وکیل د آلمان راډیو سره په یوه مرکه کې وویل چې له سنودن څخه «لا تر اوسه د ځینو مشخصو موضوعاتو په هکله د شاهد په توگه پوښتنې نه دي شوي.»

هغه زیاته کړه: «که چیرې سنودن آلمان ته راشي، د آلمان فدرالي حکومت باید د هغه د سفر او په آلمان کې د هستوگنې له پاره پرته له کومې ستونزې لاره خلاصه کړي.» هغه یادونه وکړه چې په داسې یوه جرگه گۍ کې له مسکو څخه د ویدیو له لارې له سنوډن څخه تحقیق په هیڅ صورت سره گټور نه دی او نه کومه معنی لري.