سنډې ټايمز: طالب جنګيالي په ايران کي روزل کيږي
۱۳۸۹ فروردین ۲, دوشنبهد نوموړي ورځپاڼي د رپوټ له مخه د ايران - افغانستان پوله کي کمپونه جوړ سوي دي او هلته طالب اورپکي د مختلفو عملياتو لکه په پوځي کتارونو باندي ناڅاپي حملو، د چادونکو توکو کښېښودل او د غليم پر مرچلو باندي د حملو لپاره روزل کيږي.
د سنډې ټايمز رپوټ د هغو دو تنو طالب لوړ پوړو جنګياليو د معلوماتو څخه چمتو سوي دي، چي په نوموړو پوځي روزنو کي يې ګډون کړي دي. د ورځپاڼي په رپوټ کي يادونه سوې، چي هغو جنګياليو د خپلو نومونو د نه بربنډولو په شرط ورته ويلي دي، چي دوی د زاهدان په سرحدي ښار کي،چي له افغانستان او پاکستان سره په ګډه پوله کي پروت دي، د پوځي روزني په کمپونو کي ؤ.
ايران ددې رپوټ په وړاندي تراوسه پوري غبرګون نه دی ښکاره کړی او نه هم د نور سر چینو له خوا تصدیق سوی دی.
بريتانوي ورځپاڼي، د هغو دو تنو جنګياليو د يوه له خولي، چي د وردګو له ولايت څخه دی، رپوټ ورکړی، چي هغه وويل: « دا پوځي روزني ګټووري وي، په خاصه توګه دا چل ول، چي سړی څرنګه له حملو څخه وروسته تېښته وکړي.»
دوهم جنګيالي، چي د غزني له ولايت څخه يي ځان ښودلي، سنډې ټايمز ته ويلي دي:« ايراني اړخ د دغي روزني مصارف په غاړه اخيستي دي، د روزني په کمپ کي خوراک، څښاک هر څه وړيا ؤ، له روزني څخه وروسته سفر خرڅ او حتي دموبايل ټيلفون د کارت مصارف هم د ايرانيانو له خوا ورکړ سوي دي.»
د ايران حکومت مخکي له دې هغه رپوټه رد کړي دی، چي ګواکي له افغان طالب اورپکو سره په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو په حملو کي مرسته يا ملاتړ کوي.
د 2001 کال په پای کي د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو څخه وروسته تهران د طالبانو رژيم په رسميت نه پيژنده او نه يي هم تري ملاتړ کاوه.
خو په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو په مشري د نړيوالو ځواکونو له حضور سره تهران خوښ نه دی، که څه د ايران اسلامي جمهوري د حامد کرزي تر مشري لاندي له حکومت څخه ملاتړ کوي.
د ايران اتمي شخړه ایز پروګرام له امله له نړيوالي ټولنی سره د تهران اړيکي په دي وروستيو وختو کي نوري هم خړي پړي شوي دي. لويديځه نړي ايران تورنوي چي د اتمي وسلو د جوړولو په لټه کي دي.
جمهور رييس بارک اوباما د نوي هجري لمرايز کال په مناسبت په خپل پيغام کي يو ځل د ايران مشري ګرمه وګنله چي د متحده ايالاتو هڅو ته يي په دي يو کال کي پاملرنه ونه کړه.
«يو کال مخکي ما وويل چي د يوي ښيي راتلونکي لپاره انتخاب د ايران د مشرانو په لاس کي دي. نن هم زما دا وړانديز صدق کوي. »
د متحده ايالاتو جمهور رييس وويل اوس هم ناوخت نه دي او د خبرو اترو دواړه د تهران پر مخ پرانيستي پاتي ده: د ايران د خبري رسنيو د رپوتونو له مخي، د هغه هيواد مذهبي مشر ايت الله خامنه يي پرون د اوباما د پيغام په وړاندي د غبرګون په ټوګه وويل چي د متحده ايالاتو د جمهور رييس خبري« د اعتماد وړ» نه دي. د هغه د خپلي جملي له مخي: لفظ او عمل سره په تناقض کي دي.»
AG,AFP/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل