1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سودان ته د سوله ساتو سرتیرو د استولو وړاندیز

مسعود جهش (AP, AFP, Reuters)۱۳۹۲ دی ۳, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو سرمنشی له امنیت شورا څخه په یوه لیک کې غوښتي دي چې په سویلي سودان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو شمیر لوړ کړي. دا په داسې حال کې ده چې اوس په دې هیواد کې د کورنۍ جګړې د پیلیدو احتمال لیدل کیږي.

https://p.dw.com/p/1AgEz
انځور: Reuters

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کیمون، د امنیت شورا ۱۵ غړې لرونکې شورا ته یو لیک استولی دی چې په کې یې غوښتي چې دغه اداره په سویلي سودان کې د ملګرو ملتونو د سول ساتو ځواکونو شمیر لا پسې لوړ کړي.

د بان په لیک کې راغلي دي: «[په سودان کې موجوده] وضعیت تاوتریخوالي ته لمن وهي.» بان ویلي دي چې سویلي سودان ته باید ۵۵۰۰ اضافي سوله ساتي ځواکونو او شاوخوا ۴۰۰ پولیس واستول شي چې د ملکي وگړو او د ملگرو ملتونو د کارکوونکو ساتنه وکړي.

د بان له خوا د وړاندیز شوي پلان له مخې به د ملگرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه له کانگو، دارفور، ابايي، عاج ساحل او لایبریا څخه سویلي سودان ته ولاړ شي. بان همداراز غوښتي دي چې سویلي سودان ته شپږ څرخي الوتکې او یوه C130 ډوله پوځي الوتکه واستول شي. د امنیت شورا به د دغو وړاندیزونو پر سر د پنجشنبې په ورځ رای اچوونه وکړي.

په ملگرو ملتونو کې د انگلستان استازي مارک لایل گرنت، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «وضعیت ډیر بیړنی دی او د امنیت شورا به هم دغو وړاندیزونو ته په بیړنۍ توگه ځواب ووایي. که اړتیا وي نو موږ به ان تر سبا پورې یوې پریکړې ته ورسیږو.»

د افریقا په ځوان هیواد سویلي سودان کې د دسمبر میاشتې له ۱۵ نیټې راهیسې وضعیت ډیر کړکیچن شوی دی. په دې هیواد کې وضعیت تر هغه وروسته خراب شو چې ولسمشر سلوا کایر پر خپل مرستیال ریک ماچر، باندې تور ولگاوه چې غوښتل یې یوه پوځي کودتا په لاره واچوي. ماچر دغه تور رد کړی دی خو بیا یې هم د ولسمشر کایر د گوښه کیدو غوښتنه کړې ده.

د جنوبي سودان د شخړې له پیلدو راهیسې په سلهاو کسانو خپل ژوند له لاسه وکړې دی. همدار راز ویل شوي دي چې د دغې جگړې له کبله ۱۰۰۰۰۰ کسان بیځایه شوي هم دي. په عین حال کې له ۴۰۰۰۰ څخه ډیر کسانو په جنوبي سودان کې د ملگرو ملتونو بیلابیلو مرکزونو ته پنا وړې ده.