1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سورصليب:د ماينونو قربانيان نور هم ډير سوي دي

۱۳۹۱ تیر ۱, پنجشنبه

د سره صلیب نړیوالي کمېټې په افغانستان کي د ماینونو د چاودنو له امله د هغو خلکو د شمیر له زیاتیدو څخه اندیښنه ښوولې ده چي د خپل بدن غړي ئې له لاسه ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/15IoK
انځور: picture-alliance/landov

د دغه نړیوال بنسټ د شمیرو له مخي، چي په افغانستان کي د نړۍ د بل هر هیواد په پرتله د هغو کسانو شمېر زیاتيږي چي د زورورو مځکنیو چاودنو پرمهال سخت ټپي کیږي.

د سره صلیب نړیوالي کميټې د اورتوپیدي څانګي په خبره، په افغانستان کي د چاودنو له امله د کاله شاوخوا شپږ زره تنه داسي کسان ورته راوړل کيږي، چي د بدن غړي ئې له لاسه ورکړي وي.

په کابل کي د معيوبو انسانانو په يوه روغتون کي چي ورته مصنوعي غړي جوړوي تر نورو کوچنيان ډير ليدل کيږي.

شاپیرۍ یوه له هغو کوچينيانو څخه ده چي د ماین په یوه چاودنه کي ئې خپلي غبرګي پښې له لاسه ورکړي دي او د روحي فشار نخښي ئې له ورايه په څيره کي ښکاري د خپل راتلونکي په اړه نا هیلې ده.

دغه ۹ کلنه کوچنۍ له ماین ایښوونکو څخه غواړي چي نور دي نو د دې په شان نور ماشومان د پښو له نعمت څخه نه بې برخي کوي:

«زه له طالبانو غواړم چي نور جنګ بس کړي او د ماینونو له ایښوولو لاس واخلي».

عبدالرحمان بیا یو بل ځوان دئ چي په یوه ځانمرګي برید کي ئې د بند غړي له لاسه ورکړي دي. هغه وايي، چي یو سهار په کابل کي له خپل کور څخه کار ته روان وو چې ناڅاپه چاودنه وشوه او کله چي ئې څو ساعته وروسته سترګي وغړولې په روغتون کي پروت وو او دواړي پښې ئې پرې شوي وې.

دغه ځوان د پینځو ما شومانو پلار دئ او د کور یوازينی کس دئ چي کار ئې کاوه:

«پر بایسکیل باندي سپور وم کارته روان وم، چي چاودنه وشوه او دواړه پښې مي غوټي پرې شوې، زه څه ګناه لرم، زما په څير په سونو او زرونو کسان د چاودنو قربانیان شوي دي پرته له دي چي کوم جرم ولري».

په کابل کې د سره صلیب کمېټې د چارواکو په خبره، چي دوی ته په لومړي سر کي د ماینونو د چاودنو له کبله ډیری قربانیان ور وړل کیږي او په دوهمه درجه کي هغه کسان ډیر دي چي د ځای پرځای شویو چاودیدونکو موادو په چاودنو کي ټپیان شوي وي.

ددغي کمېټې یو مشر البرتو وايي، چي د هغو کسانو شمېره ورځ تر بلي ډيريږي، چي د ماينونو ښکار گرځي:

«دا چاودني او هغه مواد چي پکښي کارول کیږي ډیر زورور وي. اوس په ماینونو کي له داسي موادو څخه کار اخيستل کيږي چي ډیر لږ امکان شته چي یوانسان دي ځني روغ ووزي».

د افغاني سرې میاشتي ټولني او یو شمیر نړیوالو ملګرو ئې په ټول افغانستان کي د اورتوپیدي اووه مرکزونه جوړ کړي دي، چي د ماین له قربانیانو سره د مصنوعي پښو په برابرولو کي مرسته وکړي.

د سره صلیب کمېټې د چارواکو په وینا، چي د دوی تر ټولو لوی مرکز هم په افغانستان کي دئ او هلته هر کال شاوخوا شپږ زره کسانو ته د بدن مصنوعي غړي جوړیږي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل