1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سورصليب: ملکي افغانان بې دفاع پاته دي

۱۳۸۹ اسفند ۲۵, چهارشنبه

د سره صليب نړيوالي کميټې د سه شنبې په ورځ وويل، چي په افغانستان کي امنيتي وضعه نوره هم خرابه سوې ده. په خاصه توګه د روان کال د جنورۍ او فبرورۍ مياشتي د افغانانو لپاره ډيري خرابي وي.

https://p.dw.com/p/R9kc
د کندهار د سپين بولد ولسوالۍ په حمام کي د ځانمرگي بريد د قربانيانو دوستان.
د کندهار د سپين بولد ولسوالۍ په حمام کي د ځانمرگي بريد د قربانيانو دوستان.انځور: AP

په دغو مياشتو کي اکثره بريدونه او بمي چاودني په هغو ځايونو کي را منځته سوي چي، د ملکي وګړو ګڼه ګوڼه پکښي زياته وه، او همدا رنګه نړيوالو ځواکونو هم د خپلو هدفونو په خطا کولو سره ملکي وګړي په نښه کړي.

په افغانستان کي د سره صليب د نړيولي ادارې مشر، ريتوستوکر، په خپله وينا کي وويل:

« د 2011 کال په لومړيو دو مياشتو کي د افغانستان د عادي وګړو په امنيتي وضعه کي يو ډير خراب حالت تر سترګو کيږي.» هغه زياته کړه:« دغه حالت د منلو وړ نه دی. عام وګړي بايد د امکان تر حده د دغو پيښو څخه ليري وساتل سي. ملکي وګړي بايد د جګړو قربانيان نه سي.»

د ناټو په هوايي بريدونو کي د ملکي وګړو وژل کيدل د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او لويديځ تر منځ د اړيکو د خړپړتيا اصلي علت ګڼل کيږي.

همدا رنګه د ملکي خلکو د وژني په شمير کي زياتوالی د افغانو د خفګان او غصې سبب ګرځي، چي دا کار به په افغانستان کي د تروريزم په وړاندي د رواني لس کلني جګړې د ختمولو کوښښونه د ستونزو سره مخامخ کړي.

Bildunterschrift:ستوکر وويل:« خلک موږ ته وايي چي په جګړه کي بند پاته يو او نه پوهيږو چي کومي خوا ته مخ واړوو.»

د ملکي وګړو د وژني په وروستۍ پيښي کي، چي د سي شنبې په ورځ رامنځته سوه ، افغان محلي چارواکو وويل: د کونړولايت په لري پرته سيمه کي دوه تنه ماشومان چي د خپلو ځمکو په اوبه کولو بوخت وو. د ناټو په هوايي بمباري کي وژل سوي دي.

د کونړ ولايت د څوکي د ولسوالۍ ولسوال عبد المرجان وويل چي وژل سوي کسان دواړه ورونه وو چي يو يې لس او بل يي پنځلس کاله عمرونه درلودل.

Rotes Kreuz

« لکه څنګه چي د دوی پر اوږو بيلچي وې نو کيدای سي چي د ياغيانو ګمان ورباندي سوی وي.»

د نړيوال امنيتي ځواکونو يعني آيساف يو وياند د دوشنبې په ورځ وويل: چي د دوشنبې د ماښام په يو هوايي بريد کي يې د څوکۍ په ولسوالۍ کي دوه تنه ياغيان په نښه کړي دي چي په پايله کي يې يو مړ او دوهم ټپي سوی دی.هغه زياته کړه چي په دي بريد کي د ملکي خلکو د وژني په اړه به څيړني وکړي.

د نړيوالو ځواکونو په هوايي بريدونو کي دوه اوونۍ وړاندي هم 9 ماشومان وژل سوي وو. په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډيوډ پيتريياس د دغو ماشومانو د وژني له امله بخښنه وغوښته ، خو ولسمشر کرزي وويل چي يوازي بښنه غوښتل کفايت نه کوي.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما هم د نړيوالو ځواکونو په عملياتو کي د کوچنيانو په وژني ژور خفګان ښودلی او د امريکا د متحده ايالانو د دفاع وزير رابرت ګيټس تيره اوونۍ کابل ته د خپل سفر پر مهال وويل د دغو ماشومانو وژنه د کابل او واشنګټن اړيکو ته يوه ضربه ورکړې.

رويترز/ عارف/ ناصر

کتونکی: نجيب الله زيارمل