1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سوريايي ياغيان آلماني وسلې کاروي»

احمدولي اڅکزی (اليکساندر دريکسل)۱۳۹۲ بهمن ۴, جمعه

د آلمان پارلمان يوه غړي ويلي دي چي په سوريه کي يې د القاعدې له خوا د آلماني وسلو د استعمال شواهد موندلي دي. ویل کیږي د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه سوریې ته ياغيان ورځي.

https://p.dw.com/p/1Awae
يان فان اکن
يان فان اکنانځور: Jan van Aken

يان فان اکن د آلمان د مرکزي شورا یا یوندستاگ غړی او په پارلمان کي د اپوزیسیون د کيڼ گوند استازی دی. د بهرنيو چارو د جرگه گۍ دغه غړی د ملگرو ملتونو له خوا د وسلو د څارونکي دنده هم تر سره کړې ده.

فان اکن له ډويچه وېله سره په يوې ځانگړې مرکې کي په ډاگه کړې ده چي د القايدې ډله په سوريې کي د آلماني وسلو څخه هم کار اخلي. د نوموړي داسي انځورونه په رسنيو کي خپاره سوي چي هغه د «ميلان» ډوله آلماني ـ فرانسوي راکټ توغوونکې دستگاه په لاس کي لري.

د دویچه ویله د دغي پوښتني په ځواب کي چي دغه انځور چيري اخيستل سوی دی، فان اکن وويل: « زه د جنورۍ په پېل کي د هغه پلاوي غړی وم چي د سوريې په شمال کي چي تر زیاتي کچي د کوردانو سيمي دي، په کتلو بوخت وو. ما غوښتل چي د کورنۍ په څرنگوالي ځان د نژدې خبر کړم. موږ هلته د کوردي مليشو سره هم وليدل چي هغوی د مجاهدينو او القايدې د جنگيالو پر وړاندي په وسله واله مبارزه بوخت دي.»

«ميلان» د القايدې له جنگاليو سره

فان اکن زياته کړه چي د سوريې په ياده شمالي برخه کي کوردي مليشو د دوی پلاوي ته يو شمېر هغه وسلې وښوولې چي هغوی د القايده د جنگياليو څخه په جگړه کي لاس ته راوړي وې. د فان اکن په وينا د نورو وسلو تر څنگ په دغو کي د آلمان او فرانسې گډ ساخت «ميلان» ډوله راکټ توغوونکې دستگاه هم شامله وه.

د آلمان د کيڼ گوند سياستوال فان اکن وويل چي د يادې وسلې په هکله يې د شاليد معلومات په لاس راوړي دي. هغه وويل: « پر دغه وسله د لیکل سوي شمېرې له مخي موږ په په دې وتوانېدو چي معلومه کړو چي دغه توغندي څه وخت جوړ کړل سوي او څه وخت پلورل سوي دي. موږ غوښتل چي ځان ته معلومه کړو چي دغه آلمانۍ وسله څنگه د القايدې لاس ته لوېدلې وه.»

د فان اکن په وينا یاده وسله په اويايمه لسيزه کي جوړه سوې او په همدغو کلنو کي د سوریې د اوسني ولسمشر بشارالاسد د پلار او پخواني ولسمشر حافظ الاسد د واکمنۍ پر وخت سوريې ته ورکړل سوې وه.

« آلمانی حکومت دي د وړو وسلو صادرات ودروي»

فان اکن وايي چي د دې باوجوده چي په اويايمه لسيزه کي سوريه د اسرائیل سره په لانجه کي ښکېل هيواد وو، خو بيا هم ياده آلمانۍ ـ فرانسوۍ وسله سوريې ته ورکړل سوې وه. فان اکن زياته کړه: «موږ اوس داسي ويډيويي مواد موندلي چي په کې د څو مياشتي مخکي انځورونه ښوول کيږي چي مجاهدين د سوريې د پوځ يو سلاکوټ چوروي. د اټکل له مخي په دغه توگه دوی د ميلان ډوله راکټونه هم په لاس راوړي دي.»

فان اکن روښانه کړه چي د ميلان ډوله وسلې تر څنگ نوري ټولي وړې وسلې په آساني سره د يو لاس څخه بل لاس ته لويږي. د هغه په وينا کله چي يوه وړه آلمانۍ وسله د آلمان څخه دباندي ووځي نو بيا يې څوک څار او کنټرول نه سي کولای چي د کومي جگړې پر وخت به د چا په لاس کي لويږي او يا به په کوم بازار کي خرڅيږي. فان اکن د آلمان د حکومت څخه غوښتنه وکړه چي په سمدلاسه توگه د وړو وسلو پر صادرولو بنديز ولگوي.

«ميلان» ډوله آلماني ـ فرانسوي راکټ توغوونکې دستگاه
«ميلان» ډوله آلماني ـ فرانسوي راکټ توغوونکې دستگاهانځور: WikimediaCommons/Stahlkocher
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب