1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريه: د القصير ښار ته مرستي نه پرېږدو

شمس الرحمان ناصر (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۱۳, دوشنبه

سوریه په القصیر ښار کې د اوربند کولو اراده نه لري او د دولت د مخالفانو پر وړاندي جګړه جاري ساتي. د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير ويلي دي، چې سره صلیب ته به اجازه ورنه کړي چې دغه ښار ته خپلي مرستي ورسوي.

https://p.dw.com/p/18im8
In this Saturday, May 18, 2013 citizen journalism image provided by Qusair Lens which has been authenticated based on its contents and other AP reporting, shows Syrians inspecting the rubble of damaged buildings due to government airstrikes, in Qusair, Homs province, Syria. The town of Qusair has been besieged for weeks by regime troops and pro-government gunmen backed by the Lebanese militant Hezbollah group. The siege is part of a withering offensives forces loyal to Syrian President Bashar Assad have been pushing in recent weeks to regain control of the towns and villages along the Lebanese frontier. (AP Photo/Qusair Lens)
Syrien Konflikt Krieg Bürgerkrieg Zerstörungانځور: picture alliance/AP Photo

د سوريي د بهرنیو چارو وزیر وليد معلم د دوشنبې په ماښام ( ۲۰۱۳ کال د جون ۲) له یوه دولتي تلویزون سره په مرکه کې پر دې خبري باندي ټینګار وکړ چې د دولت له مخالفینو سره د جګړي تر پای ته رسیدو پوري به د سره صلب د نړیوالۍ کمېټې مرستو ته اجازه ورنه کړي چې القصیر ښار ته ننوزي.

د رویټرز خبري آژانس په حواله، ولید معلم د یکشنبې په ماښام د ملګرملتونو له عمومي منشي بان کي مون سره په تلیفوني خبرو کې وویل«د سوريي دولت به د سره صلب مرستندویه کارکوونکو ته اجازه ورنه کړي چې د القصیر ښار ته ننوزي».

دا په داسی حال کې ده چې ویل کیږي د لبنان سرحدي پولي ته نږدې د القصیر په ښار کې په سوو ټپیان بند پاته دي او طبي مرستو ته اړتیا لری. دغه راز ويل کيږي چي نزدې۳۰ زره ملکي کسان له دغه ښار څخه د وتلو لار نه لري.

د ملګروملتونو سازمان د شنبې په ورځ له ښکیلو خواو څخه وغوښتل چې هر څومره ژر چې کیدای شي په القصیر ښار کې بايد اوربند اعلان شي او د یو او بل پر وړاندي جګړي ته دې د پای ټکې کښېښوول شي.

د بشري حقونو سازمان کمېسار ناوی پیلي، په خبره تر۱۵۰۰ تنو زیات ټپيان په القصیر ښار کې درملو، خوراکي موادو او د څښاک اوبو ته په تمه دي.

د سوریي په کورنۍ جګړه کې د حزب الله پر مداخلې اعتراض

تر دوو اونیو زیاته موده کیږي چې د سوريي په دغه ښار کي د دولتي ځواکونو او د رژیم د مخالفینو تر منځ جګړه راونه ده. د لبنان د حزب الله ډله هم په دغه ښار کي د سوريې د دولتي ځواکونو په ملاتړ په جګړه کې ګډون لري.

په همدې منځ کې د «فارس خلیج د عربي هیوادونو د همکارۍ شورا» هم تیره ورځ د سوريي په کورنۍ جګړه کې د لبنان د حزب الله ډلي د مداخلې په اړه خبرداری ورکړ.

دغې شورا «د فارس خلیج د عربي هیوادونو د همکارۍ شورا» اعلان کړی دی چې په غړو هیوادونو کې د حزب الله د منافعو پر وړاندي يې تدابیر نیولي دي.

د ژنيو د سولي کنفرانس د ځنډېدو احتمال

ویل کیږي چې په القصیر ښار کې د جګړي دوام، د ژنيو د سولې کنفرانس د جوړیدو بهیر تر خپل سیوري لاندي راوستی دی. ټاکل شوې ده چي دا کنفرانس به په روانه میلادي میاشت کې جوړ شي.

په همدې حال کې د فرانسي د بهرنیو چارو وزارت دې موضوع ته په اشارې سره وړاندیز کړی دی چې د سوريې رژیم مخالفو ځواکونو د ژنيو د سولي په کنفرانس کې د ګډون په برخه کې موافقې ته نه دي رسیدلي نو دغه کنفرانس دې په راتلونکي میلادي میاشت کې ترسره شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابيوس په دې اړه وویل:« یوازي دا چي د خبرواترو میز ترشا کښینو او تصمیم ونیسو چې پر کومو موضوعګانو بحث وکړو کفایت نه کوي. د ژنيو د سولي کنفرانس په شان کنفرانسونو ته باید ډير تياری ونيول شي.»

تر دې دمخه د بشارالاسد رژیم د مخالفانو د ملي ایتلاف مشر جورج صبرا، ویلي ول چې د رژیم مخالفین به د ژنيو په کنفرانس کې په دې شرط ګډون وکړې چې په القصیر ښار کې یاغیانو ته د ملګروملتونو مرستې ورسول شي.