1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريه د م.م. د عمومي اسامبلې مهمه موضوع ده

احمد ولي اڅکزی (دویچه ویله)۱۳۹۲ مهر ۲, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو په ۶۸مه عمومي اسامبله کي به د نړۍ دولتي او حکومتي مشران خبري وکړي. اټکل کيږي چي سوریه به د دغې غونډې د موضوعاتو په سر کې ځای ولري.

https://p.dw.com/p/19my9
انځور: Getty Images

په نیویارک کې د ملگرو ملتونو عمومي اسامبله د سوريې پر موضوع د امريکا متحده ايالاتو او روسيې د مخالفو دریځونو ترسيوري لاندي پيليږي. د لوېديځو هيوادونو دیپلوماتان پر روسيې تور لگوي چي د امنيت په شورا کي يې د خنډ جوړونې د دریځ په غوره کولو سره د سوريې د کيمياوي وسلو د له منځه وړل یې له ځنډ سره مخامخ کړې دي.

د گيدو ويسترويله وروستی گډون

د ملگر ملتونو په عمومي اسامبله کي به د راتلونکي سه شنبې (۱ اکتوبر) پوري د نړۍ د ۱۹۳غړو هيوادونو راغلي لوړ رتبه چارواکي ويناوې وکړي. په دغو کي به تقريبا ۶۶ فيصده برخه د دولتي او حکومتي مشران وي. تر ټولو لومړی به د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما خپله وينا واوروي. د دې تر څنگ د ايران د نوي ولسمشر حسن روحاني وينا ته هم په لېوالتيا سره انتظار ايستل کيږي. دا په داسي حال کي ده چي د ايران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد په خپلو شخړه یيزو ويناوو سره څو ځله د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبله کي لانجې راولاړي کړي وې. د شنبې په ورځ به د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله هم خپله وينا واوروي. دا چي د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هغه دنده پای ته رسيږي نو دا به په ملگرو ملتونو کي د هغه وروستۍ وينا وي.

سوريه د خبرو مهمو موضوع

د عمومي اسامبلې پر وړاندې د مشرانو ویناوې تر زیاتې کچې تشریفاتي بڼه لري. اصلي سياست د اسامبلۍ په څڼدونو کې تر سره کیږي. په دې ترڅ کي ديپلوماتان له یو بل سره ویني او خبرې اترې کوي. د بېلگي په توګه هیله کیږي چې د غونډې په څنډه کې د یوې لیدنې کتنې سره، به د امريکا او روسيې د بهرنيو چارو وزيران جان کېري او سیرگي لاوروف د سوريې د لانجې په حل کي لږ پر مختگ رامنځ ته کړي.

د يوه لوېديځ هيواد دیپلومات فرانس پرس خبري آژانس ته ويلي دي «دا چي د سوريې کيمياوي وسلې به څنگه له منځه وړل کيږي په دې هکله په فعلي توگه همږغي موجوده ده.» خو دغه ديپلومات زياته کړې ده چي روسيې د امنيت د شورا د اړونده اعلاميې په مخنیوی سره دغه پروسه له ځنډ سره مخامخ کړې ده. روسيه وايي چي د داسي اعلاميې ملاتړ به ونه کړي چي پکښي د کيمياوي وسلو د ويجاړولو د مکلفيت څخه د سرغړاوي په صورت کي بشارالاسد ته د مجازاتو گواښ کوي.

د امريکا متحده ايالات د سوريې پر رژيم تور لگوي چي د روان مېلادي کال په اگست مياشت کي يې پر خپل ولس د زهرجن گاز وسله کارولې ده. په دغه پيښه کي تقريبا ۱۴۰۰ انسانان وژل سوي ول. خو روسيه بيا د دغه بريد پړه د ولسمشر بشارالاسد پر وسله والو مخاليفينو اچوي.