1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سوريه کې به سر له يکشنبې اوربند نافذ شي»

۱۳۹۶ تیر ۱۷, شنبه

د امريکا او روسيې ولسمشران د سوريې په سويل لويديځ کې د امن د تامين په موخه د يو اوربند پر رامنځته کيدو هوکړې ته ورسيدل. د روسيې د بهرنيو چارو وزير لاوروف وویل چې اوربند به یکشبنه له ځايي وخت نهو بجو پيل شي.

https://p.dw.com/p/2gBqM
G20 Gipfel in Hamburg | Putin & Trump
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb

په پام کې وه چې دونالد ترامپ او ولاديمير پوتين د نيم ساعت لپاره خپلو کې خبرې وکړي. خو په هامبورک کې د جي شل غونډې په څنډه کې تيره شپه (د ۲۰۱۷ کال د جولای د ۷مېنېټي شپه) د هغوی خبرو دوه ساعته دوام وکړ.

دونالد ترامپ چې د خپل روسي سيال سره ناست وو رسنيو ته يې وويل: « ما او د روسيې ولسمشر په مختلفو مسائیلو خبرې وکړې. فکر کوم چې دا خبرې په ډيره ښه توګه ترسره شوي دي. مونږ ډيرې ښې ښې خبرې لرودې... مونږ سترګې په لاره يو چې د امريکا متحده ايالاتو، روسيې او هغو خلکو لپاره چې په دې برخه کې انديښنې لري مثبتي پایلې په لاس ورشي».

ترامپ د روسيې ولسمشر ته په خطاب کې وويل چې « وياړم چې له تا سره يم».

پوتين هم په خپل وار وويل: « زه هم خوښ يم چې شخصا له تاسو سره وينم، ښاغلی ولسمشره»!

د ماسکو او واشنګتن مشرانو تر منځ د ناستې تر ټولو مهمه برخه د سوريې په سويل لويديځ کې د اوربند د رامنځ ته کيدو توافق دی چې په پام کې سبا (یکشنبه د ۲۰۱۷ کال د جولاي ۹مه) د دمشق پر وخت سهار ۹ بجې پيليږي.

د دونالد ترامپ په مشرۍ دا د روسيې او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ لمړني هڅې دي چې تمه کيږي وبشي کړاي د سوريې په ځينو برخو کې شپږ کلنه جګړه مهار کړي. له بل لوري اردن هم ويلي دي چې په دغه توافق کې دوي هم خپل رول لوبوي.

د دواړو ولسمشرانو تر کتو وروسته د روسيې د بهرنيو چارو وزير وویل:« نن په عمان کې روسي، امريکايي او اردني چارواکو هوکړه وکړه تر څو د سوريې په درعا، القنیطره او سويدا کې د غير پوځي سيمو د رامنځ ته کولو لپاره کار وکړي. په دغو سيمو کې به هم سبا د دمشق په وخت له غرمې وروسته اوربند نافذ شي».

د روسيې د بهرنيو چارو وزير چې د امريکا او روسيې ولسمشرانو په ګډه ناسته کې يې ګډون لاره وویل چې د سوریې د اوربند مشري له « امريکا او اردن سره په همغږۍ» روسي پوځي پوليس کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تيلرسن هم دغه شوې هوکړه تائيد کړې ده. تيلرسن وویل ماسکو او واشنګتن کولای شي په ګډه په سوريه کې کار وکړي. هغه زياته کړه: « اجازه راکړې چې دا خبره ښه واضح کړم، چې دا ناسته ډيره اړينه او موثره وه. غواړم ووايم چې دواړه مشران ډير ژر خپلو کې سره نژدې شول. ښکاريده چې د دواړو مشرانو تر منځ يو روښانه مثبت چلن او يو ډول پيچلی رواني او عاطفي تعامل موجود وو».

هغه د «اسلامي دولت» یا داعش تروريستي ډلې په اړه وویل: « مونږ د سوريې د نورو سيمو په اړه ډیرې اوږدې خبرې اترې لرلې، د ګډې همکارۍ په نتيجه کې د «اسلامي دولت» په نسکوريدو سره به په سوريه کې د تاوتريخوالو کچه راښکته او د امن سيمې زياتې کړو».

تيلرسن همدا شان د امريکا په تیرو ولسمشريزو ټاکنو کې د روسيې د مداخلې موضوع هم ياده کړه. د هغه په خبره « د امريکا د ۲۰۱۶ کال انتخاباتو کې د روسيې د دخالت پر موضوع چې د امريکا د خلکو د انديښنو سبب واقع شوې ده، هم خبرې وشوې چې پوتين هغه بيا رد کړې».

د اردن رول

د اردن دولت منلې ده چې دغه «درې اړخيز توافق» د روسې، امريکا متحده ایالتونو او دوي (اردن) تر منځ شوی دی. د اردن د دولت ویاند محمد مومني وویل: « اوربند به له يوې خوا د سوريې دولتي او نورو ملاتړ کونکو ځواکونو تر منځ پر يوه ليکه او دغه راز د جنګياليو لخوا رامنځ ته کړل شي».

مومني زياته کړه چې درې واړه هيوادونه ژمن دي چې په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د ملاتړکونکو مذاکراتو او د دغه سازمان د امنيت شورا د ۲۲۵۴ پريکړه ليک پر اساس به سوريه کې د سياسي ثبات د رامنځ کولو په برخه کې په ګډه کار کوي.

د آلمان صدراعظمه انګيلا مرکل چې د جي ۲۰ غونډې ګډونوالو د شپې ډوډي او کنسرت کوربنه وه، د روسيې او د امريکا متحده ایالتونو د ولسمشرانو له توافق څخه يې ستاينه وکړه. مرکل وويل: « مونږ ډير خوښ يو چې دغو رهبرانو له يو بل سره وليدل».

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.04.2017):