1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريې ته د بهرنيو جنگياليو د ورتگ بهير گړندی دی

afp,dw۱۳۹۳ بهمن ۲۲, چهارشنبه

سوريې ته په «بې ساري» توگه بهرني جنگيالي روان دي. د امريکا استخباراتي مامورينو ويلي دي چي له ټولي نړۍ څخه نزدې ۲۰۰۰۰ جنگيالي په سوريه کي له «اسلامي دولت» يا نورو افراطي ډلو سره يوځای سوي دي.

https://p.dw.com/p/1EZNS
انځور: picture alliance/ZUMA Press/M. Dairieh

د تروريزم ضد ملي مرکز (NCTC) د سه شنبې په ورځ ويلي دي چي د نوو اټکلونو له مخي د نړۍ له نزدې ۹۰ هيوادونو څخه سوريې ته جنگيالي تللي دي، چي له دې جملې څخه ئې شاوخوا ۳۴۰۰ له غربي هيوادونو او تر ۱۵۰ ډېرو له امریکا متحدو ايالاتو څخه ځانونه ور رسولي دي.

ويل سوي دي چي د بهرنيو جنگياليو ډېری ئې په سوريه او عراق کي له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره يوځای سوي دي.

د تروريزم ضد ملي مرکز د معلوماتو له مخي سوريې ته د بهرنيو جنگيالو د وربهېدو شمېر تر جنورۍ مياشتي چي ۱۹۰۰۰ نوو نور هم ډېر سوی دئ.

د دغه مرکز مشر نيکولاس راسموسن د چهار شنبې په ورځ قانون جوړونکو ته تر وينا دمخه ويلي دي، چي کره شمېر معلوم نه دی «خو ورمات بهير ئې روښانه دئ.»

هغه زياته کړې ده: «د بهرنيو جنگياليو اوسنی شمېر تر هغه ډېر دی چي په تيرو شلو کلنو کي افغانستان، پاکستان، عراق، يمن يا سوماليا ته تللي ول.»

هغه ويلي دي: «دغه جنگيالي چي سوريې ته تللي دي، بېلا بېل شاليدونه لري. په عراق او سوريه کي جنگ دوی ته دا ورښيي چي څرنگه وسلې استعمال او چاودېدونکي توکي جوړ کړي او له تروريستانو سره اړيکي پيدا کړي. دغه کسان د دې وړتيا بيا لري چي په غرب کي ځايونه په نخښه کړي.»

يو شمېر لوېديځو هيوادونو تر دې دمخه لا سوريې ته د بهرنيو جنگيالو د ورتگ په برخه کي د خطر زنگ وهلی وو. دغه خطر په پاريس کي پر «چارلي ابدو» مجلې باندي تر وسله وال يرغل وروسته چي ۱۷ کسان پکښي ووژل سول نور هم ډېر سو.