1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريې د ترکيې پر الوتکو بنديز ولگاوه

۱۳۹۱ مهر ۲۳, یکشنبه

د ترکيې پوځ خپل پام له سوريې سره سرحد ته اړولی دئ او دغه هيواد ته تيريدونکي الوتکي کنترولوي. د اسد رژيم د ترکيې په غبرگون کي د دغه هيواد پر الوتکو باندي بنديز ولگاوه.

https://p.dw.com/p/16Pkk
انځور: picture-alliance/dpa

سوريې پخپل هوايي حريم کي پر ترکۍ الوتکو باندی بنديز ولگاوه. د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چي نور د ترکيې د هوايي شرکت الوتکي نسي کولای چي د دغه هيواد په هوا کي الوتني وکړي.

سوريه څو ورځي وروسته له هغه دغه اقدام کوي، چي گاونډي هيواد ترکيې ئې يوه روسۍ الوتکه چي سوريې ته روانه وه په زور په استانبول کي را کښته کړه.

د سوريې دغه اقدام کيدای سي د تورکيې د يوې ورته پريکړې جواب وي. خو ترکي چارواکو تر اوسه پوري د دغه ډول يوه بنديز خبره نه ده کړې. خو د دغه گاونډي هيواد پوځ د تيارسی په حال کي دئ، چي هر وخت سوريې ته د تيرېدونکو الوتکو څارنه وکړي.

د ترکيې پوځ وايي چي پر هري هغي الوتکي باندي چي د بشارلاسد رژيم ته د پوځي تجهيزاتو د انتقال شک وکړي په زور به ئې ناستي ته مجبوره کړي.

په دغه دليل د ناټو دغه غړي هيواد د چهارشنبې په ورځ د سوريې يوه ايربوس A-320 ډوله الوتکه په زوره په استانبول کي راکښته کړي. ترکيې ته په دغه الوتکه کي د غير ملکي بار راپور ورکړل سوی وو.

د المان او د ترکيې د بهرنيو چارو وزيران گيدو ويستر ويله او داود اوغلو
د المان او د ترکيې د بهرنيو چارو وزيران گيدو ويستر ويله او داود اوغلوانځور: AP

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله په هغه جنجال کي چي ادعا سوې ده سوريې ته روسۍ وسلې تيريږي د ترکيې ملاتړ کړی دئ. هغه په استانبول کي د ترکيې د بهرنيو چارول له وزير داود اوغلو سره په ليدنه کتنه کي وويل:«د نړیوالو قوانينو له مخي ترکيه بايد له خپل هوايي حريم څخه چا ته، يا د وسلو خرڅولو مغازو ته اجازه ور نه کړي، چي سوريې ته وسلې انتقال کړي.»

ترکيه د يو څه وخت راهيسې په دې تلاښ کي ده، چي نړيواله ټولنه بايد د سوريې په کړکېچ کي مداخله وکړي. په ځانگړې توگه په دغه هيواد کي د الوتکو پر الوتني باندي د بنديز غوښته کوي.

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان د ملگرو ملتونو پر امنيت شورا باندي د فعالیت نه کولو په خاطر نيوکه کړې ده.

هغه د شنبې په ورځ په استانبول کي په يوه کنفرانس کي وويل، چي په سوريه کي به هم هغه ډول تيروتني تکرار سي، لکه په ۹۰ يمه سليزه کي چي په سربرينيڅه کي وسوې.

مخکي داسي ښکاريده لکه د اسد رژيم چي له ترکيې سره خبري اتري کوي، داسي ويل کيده چي دواړو خواي غواړي، چي د سرحد د څارلو له پاره يوه گډه کمېټه جوړه کړي، او د يو بل و ملي حاکميت ته احترام ولري.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: احمد ولي اڅکزی