1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریايي مهاجرو سره ښایي د کورنیو ۵۰ زره غړي یو ځای سي

کې ان اې/ م ق ن۱۳۹۵ خرداد ۱۹, چهارشنبه

آلمان باید په راتلونکي کال کي د کورنیو د یوځای کیدو په چوکاټ کي د سلگونو سوریايي مهاجرو راتگ ته ځان تیار کړي. هغوی کیدلای سي، میرمن یا میړه، اولادونه او یا د نابالغه سوریايي مهاجرو والدین وي. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/1J2No
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz
دغه اټکل د آلمان د مهاجرينو او کډوالو فدرالي ادارې (BAMF) د ۲۰۱۵ م کال په خپل کلني رپوټ کي کړی دی، چی د آلمانۍ ورځپاڼي «زوید دویچه څایتونگ» ته د چهارشنبې په ورځ وړاندې شوی دی.
ددغي ادارې د معلوماتو پراساس په ۲۰۱۵ م کال کې آلمان ته ۴۲۸۰۰۰ سوریايي مهاجرین راغلي دي او د سږکال په لومړیو پنځو میاشتو کي بیا ۷۲۰۰۰ تنه. د هغه مطابق د څه ناڅه ۵۰۰۰۰۰ نورو سوریايي مهاجرو د راتگ اټکل کیږي.
ډیر شمیر سوریايي مهاجر په گاونډیو هیوادونو کې په کمپونو کې ژوند کوي
ډیر شمیر سوریايي مهاجر په گاونډیو هیوادونو کې په کمپونو کې ژوند کويانځور: Reuters

څرنگه چي د پناه غوښتني د نوو مقرراتو پر اساس دلته قبول سوي مهاجر تر دوو کلونو پوري نه سي کولای خپل خپلوان راولي، نو ځکه د ډیرو کسانو د راتگ امکان هم نه سته. دا د مهاجرينو او کډوالو فدرالي ادارې د پخوانیو اټکلونو خلاف پرمختگ دی، چي ویلي یې ول د کورنیو د یوځای کیدو په چوکاټ کي به آلمان ته د هغوی درې او یا څلور برابره خپلوان راسي.