1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریه: په حلب کې پر اوربند توافق شوی

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبه

د تیرو ورځو دیپلوماتیکو هڅو په ظاهري توگه نتيجه ورکړې. د سوریې په سخت ویجاړ شوي ښار حلب کې اوس باید یو اوربند بیرته ټينگ شي. ډیر جزئیات لا په دې هکله نه شته.

https://p.dw.com/p/1IiaU
Syrien Zerstörung in Aleppo
انځور: Getty Images/AFP/K. Al-Masri

د سوریې په شمالي ښار حلب کې د تیرو ورځو تر سختو جگړو وروسته پر یوه اوربند باندي توافق شوی دی. د سوریې رژیم خبر ورکړی دی چې یو دوه ورځنی اوربند مراعاتول غواړي. خو لا تر اوسه هم ډیر جزئیات نه شته.

د سوریې د دولتي خبري آژانس سنا، تیره ورځ د دغه هیواد د پوځ د مشرتابه له لوري د یوې خپري شوې بیانې له مخې ویلي دي چې دغه اوربند د سیمې په وخت د شپې له یوې بجې څخه نافذیږي.

په واشنگټن کې ویل شوي دي چې دغه اوربند د چهارشنبې له ورځې راهیسې نافذ دی. روسي رسنۍ بیا وایي چې دغه ۴۸ ساعته اوربند به د جمعې شپې تر ۱۲ بجو پوري دوام وکړي. د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په یوه بیانیه کې ویلي دي چې دوی پر دې تکیه کوي چې روسیه د اسد پر رژیم باندي له خپل نفوذ څخه کار واخلي. د جان کیري تر دغې بیانیې وروسته له اوربند څخه د ځینو سرغړونو رپوټونه ورکړل شوي، خو په ټوله کې جگړې پر شا شوي دي.

د روسیې له اړخه بیا ویل شوي دي چې دغه گام «د یوه بشپړ اوربند له پاره مقدمه» ده. ډگر جنرال ایگور کونا شینکوف، ویلي دي «که چیري یو څوک، لکه النصره جبهه، په قصدي توگه سوله نه غواړي، نو هغه به ټول اړخونه په پر له پسې توگه لمسوي او وبه ویشتل شي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر چې تر دې د مخه یې له خپل فرانسوي سیال ژان مارک آیرو سره په گډه د سولې د خبرو اترو د بیا راژوندي کولو هڅه کړې وه او په حلب کې یې د وژنو د درولو پر سر ټینگار کړی وو د دغه اوربند هر کلی کړی دی.

د جنگي جرمونو تور

د چهارشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو دوه جگپوړو چارواکو له امنیت شورا سره ولیدل، څو د سوریې حکومت د جنگي جرمونو له کبله د محاکمه کولو پر سر ټینگار وکړي. د سیاسي چارو چارواکي جیفري فېلتمن او د بشري مرستو مشر ستیفن اوبراین د شورا پنځلسو غړو ته وویل چې د بشارالاسد په مشرتوب حکومت پر روغتونو په بریدونو او د ښار په کلابندۍ مسئول دی چې په وینا یې د جگړې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.

فېلتمن ویلي دي چې هغه کسان چې په جنگي جرمونو گرم دي، باید ځواب ورکړي او پر دې یې ټینگار کړی دی چې حکومتي چارواکي باید د هاگ د جزا په نړیواله محکمه کې محاکمه شي.

آیا په ژنیو کې په خبرو کې پرمختگ شوی؟

د سوریې اپوزیسیون په ژنیو کې په وروسیتو کې د تاوتریخوالي لمن د پراخیدو پر ضد د احتجاج په توگه د سولې له خبرو اترو څخه ليري شوي. د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې د سوریې د کورنۍ جگړې له پيل راهیسې تر اوسه په دغه جگړه کې شا او خوا ۴۰۰ زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بشري حقونو د څارونکو د معلوماتو له مخې په حلب کې د وروستیو جگړو په ترڅ کې داوړو اړخونو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. په دې ترتیب په دغه ښار کې په تیرو ورځو کې شا او خوا ۲۸۰ ملکي کسان وژل شوي دي.