1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریې ته د روسیې د ملاتړ ډاډ

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آذر ۶, پنجشنبه

روسیه د دمشق له رژیم سره دیالوگ خوندي ساتي. د روسیې ولسمشر او د هغه د بهرنیو چارو وزیر، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر سوچي ته وربللی وو او د یاغیانو پر ضد مبارزه کې یې له دغه هیواد سره د مرستې ډاډ ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1DuNy
انځور: picture alliance/ITAR-TASS/Metzel Mikhail

د سوریې د کورنۍ جگړې د پیلیدو راهیسې چې څه د پاسه درې کاله پرې تیر شوي دي، دا لومړی وار دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې له یوه جگپوړي حکومتي چارواکي سره لیدنه کتنه کړې ده. د کرملین د معلوماتو له مخې په سوچي کې پوتین په خپل کور کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم چې مرستیال لومړی وزیر هم دی سره د دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبرې اترې کړې دي.

د سولې خبرې اترې د یوه لیرې هدف په توگه

په دغه لیدنه کتنه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف، هم گډون درلود. د خبرو اترو وروسته لاوروف ویلي دي چې پر دې باندې موږ هم نظره وو چې ترهگري د منځني ختیځ له پاره تر ټولو ستر گواښ دی. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې په دغه ملاقات سره په لومړي سر کې روسیه غواړي چې د بشارالاسد له رژیم سره یوه ډیالوگ ته ادامه ورکړي.

د لاوروف په وینا د مسکو یو بل راتلونکی هدف د سوریې د مشرتابه او له ځینو وسله والو یاغیانو سره د سولې د خبرو اترو بیرته پيلول دي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالات په سوریه کې د واک د بدلیدو غوښتنه کوي، خو مسکو بیا د اسد پلوي کوي.

سوریه د وسلو د تر لاسه کولو هیله لري

خو د سوریې د بهرنیو چارو وزیر برعکس له اساسي اهدافو سره روسیې ته سفر کړی دی. د روان میلادي کال د نومبر په میاشت کې د ولید المعلم د خپلو څرگندونو له مخې د سوریې حکومت په دې هڅه کې دی چې د روسیې له مشرتابه څخه وغواړي چې سوریې ته د S-300 ډوله توغندیو او نورو عصري تجهیزاتو انتقال گړندی کړي. مسکو تیر کال د امریکا متحده ایالاتو او اسرائيل د فشار له کبله سوریې ته د دغه توغندیو ورکول ځنډولي وو.

په ظاهري توگه سوریه د امریکا متحده ایالاتو له هوایي بریدونو څخه په انديښنه کې ده. ولید المعلم له یوې ورځپاڼې سره په څرگندونو کې ویلي دي چې په امریکا متحده ایالاتو کې د جمهوري غوښتونکو له پیاوړي کیدو سره دا پوښتنه راولاړیږي چې آیا بارک اوباما به د سوریې پر ضد د جگړې نه کولو پر هوډ پاتې شي او که نه. روسیه او ایران د بشارالاسد د رژیم پیاوړي متحدین گڼل کیږي.

په الرقه کې د وژل شویو کسانو شمیر لوړ شوی دی

سوریې په خپله د یاغیانو د مورچلو پر ضد په هوایي بریدونو کې زیاتوالی راوستی دی. له ډیرې مودې وروسته د لومړي ځل له پاره د سوریې جنگي جیټ الوتکو د «اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې له لوري کنترولیدنکي ښار الرقه باندې د سه شنبې په ورځ سخته بمباري وکړه. د بشري حقونو د څار لندن میشته سوریایي سازمان د معلوماتو له مخې په دغه بمبارۍ کې لږ تر لږه ۹۵ تنه وژل شوي دي، چې په وینا یې ۵۲ تنه په کې ملکي کسان دي. په لومړي سر کې د ۶۰ کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی وو. د العربیه په نوم تلویزون بیا آن د ۱۷۰ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړی دی.

د بشري حقونو د څار د سازمان په وینا هوایي الوتکو په یوه صنعتي سیمه کې پر یوه مارکیټ او یوه جومات باندې بمباري کړې ده. زیاته شوې ده چې په وژل شوو کسانو کې ماشومان هم شامل دي. نوموړي سازمان د دمشق پر رژیم باندې د یوه «عام قتل» د تر سره کولو تور پورې کړی دی.

په الرقه ښار کې د بمبارۍ له کبله رامنځ ته شوې ویجاړي
په الرقه ښار کې د بمبارۍ له کبله رامنځ ته شوې ویجاړيانځور: REUTERS/Nour Fourat

په سوریه او عراق کې پر اسلامي دولت بریدونه

په واشنگټن کې د متحده ایالاتو د قومندۍ د عمومي مرکز د معلوماتو له مخې امریکایي جنگي جېټ الوتکو د سوریې په شمال کې د اسلامي دولت، افراطي ډلې له لوري د کوردانو کلابند شوي ښار کوباني په اطرافو کې لس هوایي بریدونه تر سره کړي دي. زیاته شوې ده چې په دغه بمبارۍ کې د اسلامي دولت، تندلارې ډلې یو شمیر مورچلې له منځه وړل شوي دي او یو شمیر جنگیالي یې هم وژل شوي دي.

د عراق په شمال کې د «پیشمرگه» په نوم کوردي جنگیالیو د موصل پر بند او په سومار سیمه کې د اسلامي دولت، بریدونه پر شا تمبولي دي. د کوردانو یوه جنرال ویلي دي چې دوی د امریکا متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو له هوایي ملاتړ څخه برخمن ول.