1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریې د امنیت پر شورا نیوکه وکړه

۱۳۹۱ مهر ۱۱, سه‌شنبه

سوریې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پر ځینو غړو باندي نیوکه کړې ده چې په دې هیواد کې «ترهکرۍ» ته لمن وهي. بان کي مون پر دمشق نیوکي کړي دي.

https://p.dw.com/p/16IuW
انځور: AP

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم، د دوشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا پر ځینو غړو باندې نیوکه وکړه چې په سوریې کې د ترهگرۍ ملاتړ کوي. دا نو د سوریې د رژیم له خوا پر امریکا او متحدینو باندې ئې یو نوی لفظي برید دئ.

المعلم چې د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته ئې خبرې کولې وویل چې د سوریې د کړکیچ د حلولو له پاره نه یوازې سوریه بلکې ترکیه، سعودي عربستان، قطر او لیبیا هم ډیر مهم نقش لوبولی شي. هغه زیاته کړه چې له واک څخه د بشارالاسد د لیري کیدو غوښتنې د سوریې په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر تر هغه وروسته دغه خبرې وکړې چې د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون، د دوشنبې په ورځ وختې د سوریې پر رژیم باندې د پوځي تاوتریخوالي له کبله سختې نیوکې وکړې.

د بان کي مون ویاند وویل چې هغه د ملگرو ملتونو عمومی غونډې ته د وینا پر مهال د سوریې د رژیم له خوا وژنې، ویجاړونې، د بشري حقونو تر پښو لاندې کونه او د درنو وسلو بریدونه په کلکه غندلي دي.

په سوریې کې له څه نا څه اتلس میاشتو راهیسې تاوتریخوالی روان دئ چې په ترڅ کې ئې ډیر شمیر کسان وژل شوي دي. که څه هم نړیواله ټولنه د دې هیواد د شخړې له پاره د سیاسي حل لارې د موندلو هڅه کوي خو تر اوسه پورې په دې برخه کې کوم د پام وړ پر مختگ نه دئ شوی.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا لا تر اوسه پورې په دې نه ده توانیدلي چې د سوریې د شخړې د حل له پاره پر یوه پریکړه لیک باندې توافق وکړي. چین او روسیې د سوریې د کړکیچ تر پیلیدو وروسته د دې هیواد د رژیم پر وړاندې د ټولو پریکړه لیکونو مخه نیولې ده.

تاریخي حلب ښار د سوځید په حال کې دئ

په سوریې کې د اسد پلوي ځواکونو او مخالفینو ئې د دوشنبې په ورځ هم د حلب ښار پر سر جگړې ته دوام ورکړ. دغه ښار د نړۍ د تاریخي ښارونه څخه یو دئ. د زوړ ښار په بازار کې اور لگیدلی وو. دغه سیمه د ښار تاریخي مسجد او نورو سیمو ته ډیره نزدې پرته ده.

په انگلستان کې میشت د سوریې د بشري حقونو د کمیسیون په حواله د دوشبنې په ورځ د جگړو له کبله په ټوله سوریه کې شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. دغه سازمان ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې ۱۸ پوځیان هم شامل ول چې قطار ئې د حمس په ښار کې تر برید لاندې راغلی وو.

مسعود جهش (رویترز، اسوشیتد پرس، د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل