1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سور صليب له افغانستانه یو شمېر کارکوونکي باسي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ خرداد ۱۴, سه‌شنبه

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د سره صلیب پر سیمه ییز دفتر تر یوه ځانمرګي برید وروسته، اوس دغه سازمان له افغانستان څخه د خپلو یو شمیر بهرنیو کارکوونکو په ایستلو پيل کړی دی.

https://p.dw.com/p/18jWz
ICRC in Afghanistan
Symbolbild Afghanistan - Rotes Kreuzانځور: picture-alliance/Ton Koene

د سره صلیب ویاند روبن واود، د سه شنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته وویل: «تیره اوونۍ زموږ پر دفتر باندي يرغل ته په کتو سره باید موږ یو شمیر سخت امنیتي تدابیر ونيسو. دغو تدابیرو [په افغانستان کې] زموږ پر کارونو باندي [منفي] اغېزه کړې ده.»

د ښاغلي واود، په خبره په دغو تدابیرو کې له افغانستان څخه د سره صلیب د یو شمیر کارکوونکو وتل هم شامل دي. هغه زیاته کړه: «ځیني بهرني کارکوونکي چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې کار کوي له افغانستان څخه ووځي. دغه کار د وروستۍ امنیتي پېښې له کبله ترسره کیږي، ځکه موږ نه غواړي چې له یوه داسې ګواښ سره مخامخ سو چې په اړه يې پوره معلومات نه لرو.»

تیره اوونۍ دوو تنو ځانمرګو برید کوونکو په جلال آباد کې د سره صلیب سازمان پر دفتر باندي يرغل وکړ. د يرغل پر مهال د دغه سازمان اووه تنه بهرني کارکوونکي په ودانۍ کې موجود ول. د دغو اوو کسانو له ډلې څخه یو تن یې ټپي هم شو خو بیا هغوی د افغان ځواکونو له خوا وژغورل شول. په دغه يرغل کې د سره صلیب یو تن سیمه ییز ساتونکی ووژل شو.

د سره صليب نړيوالي کمېټې په هر ډول جنگي حالاتو کي په افغانستان کي کار کړی دئ
د سره صليب نړيوالي کمېټې په هر ډول جنگي حالاتو کي په افغانستان کي کار کړی دئانځور: AP

تر يرغل وروسته د سره صلیب کېټې اعلان کړی وو چې خپل یو شمیر فعالیتونه په ودروي. واود د سه شنبې په ورځ دا خبره روښانه نه کړه چې د سره صليب سازمان څومره بهرني کارکوونکي به له افغانستان څخه ووځي، خو پر دې خبره یې ټینګار وکړ چې دغه سازمان به خپلو ضروري فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په هغو فعالیتونو کې چې د سره صلیب موسسه به یې اوس هم جاري وساتي د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د «اورتوپيدي» مرکزونو فعال ساتل او د کندهار ولایت د میرویس روغتون د چارو پر مخ بیول دي. دغه سازمان به همداراز د زندانیانو او د هغوی د کورنیو تر منځ د اړیکو ټینګولو په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.

د سره صلیب سازمان په افغانستان کې ۱۸۰۰ کارکوونکي لري. دغه سازمان له ۱۹۸۷ کال راهیسې په دغه هیواد کې فعالیت کوي. د سره صلیب سازمان د افغانستان د بیلابیلو رژیمو پر مهال خپله بېطرفي ساتلې ده. په ننګرهار ولایت کې د سره صلیب پر دفتر ځانمرګي برید په افغانستان کې پر دغه سازمان باندي لومړنۍ برید وو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي دي چې هغوی دغه برید نه دی ترسره کړی. واود ویلي دي: «موږ د طالبانو د څرگندونو په اړه څه نه شو ويلای، خو موږ هغه د خپلو څیړنو د یوې برخې په توګه بولو. موږ د افغانستان په شخړه کې له ښکیلو ټولو ډلو سره په خبرو اترو بوخت یو. په دغو ډلو کې طالبان هم شامل دي.»

واود ویلي دي، چې له افغانستان څخه د دغه سازمان د یو شمیر بهرنیو کارکوونکو وتل یوه موقتي موضوع ده. تر دې مخکې له سره صلیب کمېټې څخه یو شمیر مرسته ترلاسه کوونکو په جلال آباد ښار کې یوه مظاهره وکړه او له دولت څخه یې وغوښتل چې د دغه سازمان امنیت ټینګ کړي.

په همدې حال کې واود له افغانانو څخه د حوصلې غوښتنه کړې ده او ویلي يې دي چې دغه سازمان ته په داسې حالاتو کې چې د ستونزې په اړه بشپړه معلومات و نه لري، د خپلو ټولو فعالیتونو پیلول یو ستونزمن کار دی.