1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سور صليب: په افغاسنتان کې ورځ په ورځ جگړه زياتېږی

۱۳۸۷ فروردین ۲۱, چهارشنبه

کابل: د بين المللي سره صليب په نظر په افغانستان کې تشدد او جگړیېزې .نښتې زياتې شوی او يوازی سږ کال په زرهاوو افغانان مهاجر شوي دي

https://p.dw.com/p/DekA
Jakob Kellenberger, د سره صليب بين المللي کمېټې ICRC ريس ښاغلې يعقوب کلن برگر
Jakob Kellenberger, د سره صليب بين المللي کمېټې ICRC ريس ښاغلې يعقوب کلن برگرانځور: picture-alliance/ dpa

«ناامني او د جگړو نښتې په زياتېدو دي، او اوس نه يوازی د افغانستان په جنوب، بلکې شمال او شرق ته هم خپرې شوي دي.» دغه خبره د سره صليب بين المللي کمېټې ICRC ريس ښاغلې يعقوب کلن برگرافغانستان ته د يو سفر په ترځ کې کړی ده.
د سره صليب بين المللي کمېټې ICRC ريس ښاغلې يعقوب کلن برگر به په بگرام کې د امريکايانو د نظامي زندان څخه هم ليدنه وکړی، چېرته چې د ځينو بشري حقوقو ټولنو د رپوټونه په اساس د کانو راهېسې يو شمير افغانان بی له محکمې څخه په جيل کې اچول شوي دي.

سور صليب زياتوی ، چې يوازی سر کال د جنورې څخه راهېسې 13.000 افغانانو خپل کورونه پرې اېښې دي او نورو ځايونو ته مهاجر شوي دي.