1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوسيال ډيموکراټان خپلي رهبرۍ ته ځوانان ورشاملوي

۱۳۸۸ مهر ۱۰, جمعه

د تیري يکشنبې په ورځ دجرمني د مرکزي پارلمان په انتخاباتو کښي د سوسيال ډيموکراټ يا SPD د ګوند ترسختي ماتي وروسته اوس ددغه حزب په تشکيلاتو کښي دتغيراتو موضوع حاده سوې ده

https://p.dw.com/p/JwUI
دسوسيال ډيموکراټ ګوند د مشرۍ دپاره کانديد ګابريل
دسوسيال ډيموکراټ ګوند د مشرۍ دپاره کانديد ګابريلانځور: picture-alliance/ dpa

ويل کيږي چه اوس ځوانان بايد په رهبرۍ کښي شامل سي، او کيدلای سي ددغه حزب په راتلونکې کنګره کښي اوسنی د چاپیريال ساتنی وزير زيگمار گابريل د ګوند منشي تعين سي .

زيگمار گابريل چپ پاتيږي . له هغه راپديخوا چې د تېري يکشنبې په ورځ د سپتمبر پر17 نېټه سوسيال دموکرات گوند سخته ماته وخوړله، د آلمان د چاپېريال ساتني وزير ځان غلی کړی دی . حتی وروسته له هغه چې سوسيال دموکراتانو نوموړی د موجوده گوندي مشر فرانڅ مونته فيرنگ پر عوض د خپل گوند مشرتابه ته په نظر کې نيولی دی، هم گابريل ځان په شا کړی دئ . خو په انتخاباتي مبارزو کې بيا دا ډول نه وه. کله چې لومړۍ وزيرې انگيلا ميرکل اوصدارت ته د هغه مخالف کانديد او د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شتين ماير په تلويزيوني مناقشه کې يو د بل ستاينه کوله، گابريل په جرئت او شوخۍ سره وويل:

«کله چې د پوره ورځي دپاره مکتبونه کم وي، مثلأ د ميرمن Von der Leyen په ټاټوبي کې ،نو نه چې دا به بې احترامي وي، چې نران د ښځو په خبرو کې ورلويږي، بلکه برعکس يې هم همداسي دئ .»

گابريل د سوسيال دموکراتانو په سياست کې منځنۍلار لري . تر انتخاباتو دوې اونۍ مخکي 50 کلن سو، ښه خولور او حاضرجوابه دئ، په سوسيال دموکراتانو کې نه چپ اړخ سره اړه لري او نه د محافظه کارانو سره . هغه د گوند د ميانه روو غړو د ډلي ملگری دئ، يوه د ځوانانو استازو ډله، چې په تېر وخت کې يې د پخواني مشر گرهارد شرويدر په مشرتابه سره د گوندد اصلاحاتي سياست څخه پلوي کوله . ده پر مخکيني صدراعظم باندي تل دا انتقادکاوه، چې د سوسيال دموکرات گوند له کړنلارې څخه اوښتی دی . گابريل خاصتأ د خپل فصاحت له کبله ډېر مشهور دئ . لکه څرنگه چې په يوه کانفرانس کې څرگندوي ،

«کله چې د موجوداتو د رنګارنګۍ څخه خبري کوو، نو معنی يې دا ده، چې د ځمکې د فعاليت له کتاب نه غږيږو او په هغه کې راغلي، چې مځکه څه ډول کار کوي . او موږ له هغه څخه هره ورځ يوه پاڼه شکوو. او نتيجه يې دا کيږي، چې که کوم څوک کومه ورځ ورته اړه پيداکړي او وگوري ، چې هم هغه د ده د ضرورت پاڼه نسته، کومه چې د يوه مخ پر زياتيدونکي جهاني نفوس د ژوندي پاته کېدلو د پاره ضرور د ه . دا دڅو رنگوالۍ کمبود دی . »

ګابريل په Goslar کې زېږېدلی او د ځوانۍ په وخت کې، سوسيال دموکراتانو ته نږدې د ځوانانو د ډلې Die Falken غړی ؤ. ده آلماني ژبه، سياست او ټولنپوهنه لوستې او ښوونکی وو.

په 1977 کال کې د سوسيال دموکرات گوند غړی شو، چې د سيمه ايز سياستمدار، د ايالتي شورا د استازي او په 40 کلنۍ کې د نيدرزاکسين د ايالت لومړی وزير وټاکل شو، چې تر ټولو ځوان ايالتي لومړی وزير ؤ . په 2003 کال کې، کله چې سوسيال دموکراتانو د نيدرزاکسين په ايالت کې ماته وخوړله، د هانوور په ايالتي شورا کې د مخالف اړخ مشر شو.

له هغه څخه 2 کاله وروسته فدرالي شورا ته راغی او په لوی ائيلاف کې د چاپېريال ساتني وزير مقرر شو.

گابريل خپله ميرمن طلاقه کړې او يوه لور لري.

بيتينا مارکس/ عارف وردګ

کتونکي : محمد قاسم نوري