1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سويس د اروپا اتل هسپانيې ته ماته ورکړه

۱۳۸۹ خرداد ۲۶, چهارشنبه

د جنوبي افريقا د فټبال د نړيوالي اتلولۍFIFA دشپږمي ورځي د8 او آخري گروپ څخه په اوله مسابقه کښي چيلي هندوراس ته1 پر صفر ،سويس هم هسپانيې ته 1 پر صفر، او اوروگوای جنوبي افريقا ته 3پر صفر ماته ورکړه

https://p.dw.com/p/Nsfo
د اوروگوای او جنوبي افريقا مسابقه
د اوروگوای او جنوبي افريقا مسابقهانځور: AP

د چيلي دپاره دا د 1982 کال راهيسي اوله پلا وه ، چي په دغه ډول جهاني مسابقو کښي برياليتوب پلاس راوړي . دغه گول د 32000تماشاچيانو په مخکي جان بيسي ژور په 34 دقيقه کښي ووهی ، خو دوی کولای سول چي ډير گولونه ولگوي ، او ډير چانسونه يې هم د لاسه ورکړل . فارورډ بيسي ژور چي دغه گول يې ولگوی ،وايي

« د فټبال په حساب دا طبعأ ډيره ښه مسابقه نه وه ، خو هغه بيا ډيره هيجاني وه . زموږ دپاره دا مهمه وه ، چي دډير مشکل حريف څخه بازي وگټو ، هغه ډيره آسانه نه وه ، خو د خدای څخه راضي يم ، چي موږ گول ولگوی . »

WM Südafrika 2010 Südafrika vs Uruguay Flash-Galerie
انځور: AP

خو ددغي اتلولۍ د تر اوسه پوري جالبه او د نه منلو مسابقه چی د هسپانيې او سويس تر منځ وه ، په تعجب آوره ډول سره د سويس نسبتأ ضعيفه ټيم د اروپا اتل او ددغي اتلولۍ کانديد ته يو پر صفر گول ورکی .

هسپانويانو د ټول ميچ په جريان کښي خرابه بازي کوله ، او پر ميدان باندي يې حاکميت نه درلودی . دا پلا چي سويس د انتظار برخلاف قوي ؤ ، هسپانويانوخپلو لنډو پاسو ته ادامه ورکړه ، خو گول مقابلي خوا ولگوی .

سويسيان تقريبأ يو ساعت ددفاع په حالت ،په شا کښي وه ، او بلاخره په 52 دقيقه کښي گيلسن فرناندو د خپل ټيم د گولکيپر ډي يې گو بيناليو ډير اوږد شوټ په گول تبديل کی . د مسابقې نتيجه تر پايه پوري پر همدغه يو پر صفر سره پاته سول ، او بيناليو ددغي ورځي قهرمان سو .

WM Südafrika 2010 Spanien vs Schweiz Flash-Galerie
انځور: AP

د سويس د ملي ټيم ټرينر اوتمار هيڅفيلډ چي المانی دی ، ډير خوشاله ؤ اووايي ،

« موږ کوښښ کاوه ، چه يو دبل سره ليري نسو ، ښه دفاع وکو ، او خپل چانس ته منتظر سو .سړی نسي کولای چه د هسپانيې په مقابل کي هر ډول تهاجمي بازي وکي ، او يوازي پرحملو او تهاجم باندي تمرکز وکي ، په غير د هغه يې دفاع ژر ماتيږي . زموږ ټيم ډيره عاقلانه او ماهرانه بازي وکړه ، او زه زموږ د ټيم په زحمتو وياړم .

خو راځۍ اوس افغانستان ته ولاړسو او هلته د فټبال د شوقيانو خصوصأ مزاريانو دا واورو :

درنو اوريدونکو په جنوبي افريقا کښي د فټبال دنړيوالي اتلولۍ په مناسبت DW – آلمان ږغ راډيو هم يوه خاصه خپرونه لري ،او موږ د DW د فټبال اوريجينل 10 توپونه هغو کسانو چي زموږ پوښتنو ته صحيح جوابونه ووايي، د قرعه کشۍ پر اساس توضيع کوو،تاسي کولای سي زموږ په لاندي انټرنيټي ادرس يا تليفون لمبر سره دهغه جواب راوليږۍ

A : د F د گروپ په جدول کښي څلور سره ټيمونه په مساوي حالت کي قرار لري ، او که

B : ايټاليا د جدول په سر کي ده

البته تاسي دهغه جواب زموږ د انټرنيټ پاني د فټبال د وړمي ورځي د مطلب څخه پيدا کولای سۍ

NO FLASH Fußball WM 2010 Südafrika Honduras gegen Chile
انځور: AP

ددغي ورځي په دريمه مسابقه کښي چي بيا دA د گروپ څخه د اوروگوای او جنوبي افريقا تر منځ تر سره سوه ، اوروگوای وکولای سول ، چي کوربه هيواد جنوبي افريقا ته درې گولونه ورکي .

اوس به نو د جنوبي افريقا دپاره داډيره سخته وي ، چه تر دغي دوهم واري ماتي وروسته يو پر اتم فاينل ته راووزي .

اوروگوای چه د فټبال د نړيوال جام دوهم واري قهرمان دی ، د ټيم وتلي فارورډ ډي يې گو فورلان يې په 24 دقيقه کښي يو گول ولگوی ، او په 80 دقيقه کښي همدغه فارورډ پينالټي په گول تبديله کړه . او د مسابقې تر رسمي وخت وروسته اوروگوای دريم گول هم ولگاوه .

نن به بيا د فټبال په نړيواله اتلولي کښي فرانسه د مکسيکو ،ارجنټين د جنوبي کوريا او يونان د نايجريا په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي .

اندرياس/محمد قاسم نوري

کتونکی : نجيب الله زيارمل