1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سويلي سوډان د افريقا 54 هيواد سو

۱۳۹۰ تیر ۱۸, شنبه

د شنبې د ورځي څخه د ملګرو ملتو د غړو په شمیر کی یو بل خپلواک دولت هم ور زیات شو. دغه د جنوبی سودان هيواد دی چي چی پلازمینه يې جوبا ده.

https://p.dw.com/p/11s6d
سويلي سوډانی د بيرغ سره
سويلي سوډانی د بيرغ سرهانځور: dapd

سويلي سوډان د پخواني لوی سوډان پر دوؤ برخو ويشلو وروسته رامنځ ته سو. د افريقا تر ټولو ستر هيواد سوډان پدې توگه په شمالي او جنوبي سوډان تقسيم سو. سويلي سوډان د جمعې او شنبې په منځنۍ شپه خپله خپلواکي اعلان کړه چي د تيرو لسيزو د کورنۍ جگړې پايله گڼل کيږي.


دی پوښتنی سمدلاسه ځواب سخت دی چي ايا د دغو دؤ برخو تر منځ به د سويلي سوډان په خپلواکۍ سره د پای ټکی کښېښودل سي او که څنگه. خو د سويلي سوډان د نوی دولت اوسیدونکو د خپلی خپلواکی د اعلان پر وخت او په دی مناسبت یی د خوشحالی ځانګړی مراسم په پلازمینی جوبا او نورو سیمو کی ونیول. خو د دی خوشحالیو سره سره ډیری پوښتنی لا تر اوسه د افریقا په دغه ستر سیمه کی د پایښت لرونکی ثبات لپاره بی ځوابه پاتی دی.


په دی پوښتنو کی، د بیلګی په توګه د شمالی اوجنوبی سودان تر منځ د ابی په نامه سرحدی سیمی شخړه چی هغه کوم دولت پ،ری اړه نیسی، شمالی پوری او که جنوبی پوری، د تیلو د عایداتو ویشه، د پورونو مسأله چی کوم دولت څومره پور په غاړه واخلی او تر ټولو لانجه منه موضوع د دواړو دولتونو سرحد ټاکل. دغی وروستی موضوع څه موده مخکی د شمال اوجنوب تر منح وسلوالی نښتی ولمسولی.

کارپوهان وایی دغه لانجمن موضوعات چی تر یادونه وشوه د ساعتی بم حیثیت لری چی هر شیبه د هغه د چادونی خطر شته دی. ځکه د جنوب سودان د خپلواکی له اعلان څخه مخکی د شمال او جنوب پوځونو تر منځ د ابی په سرحدی سیمه کی نښتی رامنح ته شوی. دا چی د سودان کومه سیمه چا پوری اړه لری، لا تراوسه د داړو دولتونو د اوسیدونکو تر منځ پر شخړه ده. د می په پای کی د شمالی سودان حکومت د ابی د تیلو شتمنه سیمه اشغال کړه. په دی سیمه باندی دواړه دعوا لری. که څه هم د ملګرو ملتو د امنیت شورا تصمیم ونیو چی دغه سیمه غیر پوځي وګرځوی، خو لا تراوسه معلومه نه ده چی د ملګور ملتو سوله ساتی ځواکونه به وکړای شی د دواړو اړخونو ترمنح اوربند ټینګ وساتی که نه. په خرطوم کی چی د شمالی سودان پلازمینه ده، د سودان د چارو کار پوه فیصل محمد صالح وایی:

سويلي سوډانيانو ټوله شپه په خوښيو تېره کړه
سويلي سوډانيانو ټوله شپه په خوښيو تېره کړهانځور: dapd

«د شخړی اړخونه یواځي د شمال او جنوب حکومتونه نه دی. بلکه د سودان په شمال کی د میسریا او په جنوب کی د دینکا نوک ملیوتونه هم دی. هغیو د دی ستونزی یوه برخه دی. هغوی د شخړی په حل کی نقش لری. که چیری حکومتونه د دغو ملیتونو له خوښی پرته کومی موافقی ته هم ورسیږی، ښایی هغه د عمل جامه وانغوندی.»

کله چی د د شمالی سودان پوځ د ابی سیمه اشغال کړه د جنوب په زر ګونو اوسیدونکی له شمال څخه تیښتو ته د جنوب په لور مجبوره شول او د روان کال تر پایه سل زره نور به د جنوب خواته ولاړ شی.

دا به راتلونکی وښیی چی د افریقا په دغه ستره سیمه کی خه پیښیږی. خو سمدلساه مهمه خبره دا ده چی 50 کلنه کورنی جګړه پای ته ورسیده. د سودان په جنوب کی خلک د خپلی راتلونکی لپاره د یاد شوو ستونزو سره سره هیله من دی. د بیلګی په توګه ژورنالسته، «جوزفین اخیرو» چی د نوی جنوبی سودان له پلازمینی جوبا څخه ده وایی:


«رښتیا هم مونږ له سفر څخه پیل کوو. زه فکر کوم چی مونږ ټول که حکومت مو دی، که خلک ، باید ټول زیار وباسی او دغه شاړی او ویجاړ نوی هیواد مو ودان کړو. مونږ باید بهرنی پانګه تشویق کړو چی راشی او په جنوبی سودان کی چی د تیلو لحاظه شتمن دی پانګی واچوی.»


دغه ژورنالسته وایی چی د هغی په نوی هیواد کی راتلونکی هسی هم تیاره نه دی چی ډیری یی وړاندوینی کوی.

لينا هوفمان/ عبدالباري حکيم
کتونکی: احمدولي اڅکزی