1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سويډن د افغانستان څخه خپل سرتيري باسي

۱۳۸۹ آبان ۱۱, سه‌شنبه

د سويډن صدراعظم، Fredrik Reinfeldt ويلي چي د 2012 او 2014 کلونو تر منځ به د افغانستان څخه خپل سرتيري وباسي.

https://p.dw.com/p/Pw5b
د سويډن صدراعظم فريدريک راين فيلد
د سويډن صدراعظم فريدريک راين فيلدانځور: AP

هغه د سويډن په پلازمېنه ستاکهلم کي خبريالانو ته وويل: «زموږ موخه دا ده چي په افغانستان کي د سويډن د پوځ جنګي نقش په ملاتړ کونکي نقش باندي بدل سي. دغه هدف بايد تر 2014 کاله پوري ورسيږو.»

خو د سويدن صدراعظم يادونه وکړه چي افغانستان له 2014 کال څخه وروسته هم مرستو او ملاتړ ته اړتيا لري.

د حکومت د دو سترو مخالفو کيڼ اړخو، سوسيال ديموکرات او ګرين د ګوندونو له مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کي Reinfeld له افغانستان څخه د سويدني سرتيرو د وتلو لپاره يو نهه ټکي لرونکي پلان باندي رڼا واچوله.

د سويدن صدراعظم نوموړي پلان ته په اشارې سره وويل: « زموږ هدف دا دی چي د 2012 کال په ترڅ کي افغان امنيتي ځواکونو ته د مسووليت د ليږدولو د پروسې مشخصي پايلي لاس ته راوړو او له دي سره به زموږ د جنګي سرتيرو د کمولو لپاره لاره هواره سي.»

په نوموړي پلان کي ويل سوي دي چي د راتلونکي ميلادي کال په ټوله موده کي به 500 سرتيري په افغانستان کي پاته سي، خو دا چي له هغه وروسته به د هغو شمير څومره وي، په پلان کي يادونه نه ده سوې.

د سويدن د ګرين د ګوند يو مشر، Peter Erickssen وويل چي حتي وروسته له 2014 کال هم ښايي د سويدن ځيني پوځي پرسونل په افغانستان کي پاته سي تر څو د افغان سرتيرو د روزني په پروسه کي مرسته وکړي.

د سويډن د صدراعظم،Reinfeldt منځ اړخي ګوند په پارلمان کي اکثريت نه لري او د سپتمبر له 19 را په دي خوا د يو لږکي حکومت په توګه کار کوي.

د افغانستان په ماموريت کي هغه د دوو سترو مخالفو ګوندونو ملاتړ ته اړتيا لري، ځکه په پارلمان کي افراطي ښياړخي ديموکرات ګوند په افغانستان کي د سويدني سرتيرود ماموريت د دوام مخالف کړي دي.

که څه هم سوسيال ديموکرات او ګرين ګوندونو له پارلماني ټاکنو څخه مخکي له افغانستان څخه د سويدني پوځيانو د وتلو لپاره ټينگار درلود، خو دا چي افراطي ښيي اړخي ديموکرات ګوند له قوت سره پارلمان ته ورننوت، هغوی په خپلو دريځونو کي بدلون راوست.

د سوسيال ديموکرات د ګوند مشري، Mona Sahlin پرون وويل چي له افغانستان د سويدني سرتيرو د ايستلو د وخت ټاکل خورا مهمه مسأله ده او دا بايد په پارلمان کي تت او مجهول پاتي نه سي.

هغي وويل:« په نوي ستراتيژي کي پر دي موضوع باندي روغه جوړه تر اوسه پوري نه ده شوې.»

دغه ستراتيژي د پنجشنبي په ورځ د پارلمان د استازو مجلس ته وړاندي کيږي. په افغانستان کي د سويدن پوځي ماموريت په اوسني وخت د 2011 کال د جنورۍ تر مياشتي پوري د پارلمان له ملاتړ څخه برخمن دی.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل