1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سویل کې خلک طالباني ترانو اوريدو ته مجبوریږي

۱۳۹۰ مرداد ۲۱, جمعه

د افغانستان د سويلي ولايتونو بعضي کسان د طالبانو له ویرې داسي ترانې اوري چي سړی جګړې ته هڅوي. د هغوی په خبره دا کار پخپله خوښه نه کوي، بلکي دې ته مجوره کيږي.

https://p.dw.com/p/12FQc
طالبان خپلې وېبپاڼې هم لري
طالبان خپلې وېبپاڼې هم لري

د افغانستان په جنوب کې يو شمېر خلک د وسله والو طالبانو له ویرې په خپلو ګرځنده ټلیفونونو کې د طالبانو جګړیزې ترانې او ویډیویې فلمونه ساتي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د موسیقۍ اوریدل جرم ګڼل کیدل او د سرغړونکو له پاره یې زندان ټاکل سوی وو.

طالبانو هغه مهال یوازي خپلو هغو ترانو ته اجازه ورکوله، چې له موسیقۍ پرته ثبتیدې. دغه ډول ترانې په مذهبې او احساس پارونکو شعرونو جوړیدې چې ډیری به جګړې ته د ځوانانو په هڅولو کې ځني کار اخیستل کیدی. د دښمن په وړاندي د طالب جنګیالیو د احساساتو را پارول د دغو ترانو مهمه موخه وه.

خو نن د لسو کلونو په تیریدو لا هم په یو شمیر سویلي ولایتونو کې د طالبانو ترانې اوریدل کیږي او ویډیویې فلمونو ته چې د طالبانوپه لاس ته راوړنو پورې اړه لري په ټلیفونونو کې کتل جرم نه ګڼل کیږي.

د کندهار، هلمند، زابل او غزني ولایتونو ډیری اوسیدونکی وایې چې دوی، ځګه دغه صوتي او تصویري ټوټي په خپلو موبایلونو کې ساتی تر څو د طالبانو له لوري د تلاشۍ پر مهال ترینه ځانونه خلاص کړي.

ویل کیږي چې طالبان په خپلو دغو هڅونکو ترانو په دې لټه کې دي، چې ډیری ځوانان خپلو لیکو ته ور مات او هغوی و جگړې ته چمتو کړي.

د مطبوعاتي چارو کتونکي په دې اند دي چې د دولت ضد وسله والو دغه پالیسي د هغوی د پروپاګندیزې جګړې یوه برخه جوړوي.

د افغانستان د پټ څاري ادارې ویاند هم د دغه خبر پخلی کوي. د نوموړي ادارې نطاق لطف الله مشعل وایي طالبان د خپلو ترانو له لاري یوه ستره تبلیغاتي جګړه پر مخ بیایې:

«د افغانستان د سولی او ثبات دښمنان د عملي او ګرم جنګ تر څنګ له تبلیغاتي جګړې هم کار اخلي، او ورته زیاته توجه کوي او اکثراً ډير دروغ تبلیغات په ترانو کې ځایوي ا و د خلکو د احساساتو د اړولو له پاره یې تکثیروي، دغه ترانې دروغ دي او حقیقت نه لري.»

د کندهار يو تن اوسيدونکی چي د خپل نامه د ښودلو څخه ډډه کوي وايي، چي د طالبانو ترانې يې په تليفون کي ددې دپاره ثبت کړي چي د اړتيا په خت کي کار ځني واخلي.« دا د مجبورۍ را سره دي که نه نو په دې کي د موزيک د ميني د ماتيدو هيڅ هم نسته، هغه سندره چي موزيک ونه لري نو خوند به يې څه يي.»

د هغوی په خبره دا کار په ښار که نه، بلکي په کليو کي کيږي چيري چي د طالبانو ويره سته. « په ښارونو کي خو موزيک څه کوی چي په هر کور کي تلويزيونه پراته دي.»

ميرويس جلالزی/کابل
کتونکی: سيد رياض