1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سویډن ۱۰۶کلني افغاني ته د پاتېدو حق ورکړ

۱۳۹۶ مهر ۱۳, پنجشنبه

د سویډن چارواکو یوې ۱۰۶ کلني افغاني ته په دغه هیواد کي د پاتېدو موقتي حق ورکړ. څه موده مخکي د دغي افغاني مهاجري د پناه غوښتنه رد سوې وه.

https://p.dw.com/p/2lFFN
106-Jährige Afghanin Bibihal Uzbek
انځور: picture-alliance/PIXSELL/D. Javorovic

لکه څنگه چي د پناه غوښتني د مسایلو مسئولي محکمې په گويته بورگ ښار کي پرون چهارشنبه خبر ورکړ، دغه په بستر کي پرته او تقریبأ ړنده بي بي حال اُزبکي مخکي تر دې چي اقامت یې بیا تمدیدیږي، اوس د نورو ۱۳میاشتو له پاره په دغه هیواد کي پاتيدلای سي.

قاضیانو په خپل حکم کي ویلي دي چي «د بشري دلایلو له کبله دا د منلو نه ده چي نوموړې خپل هیواد ته په تگ باندي مکلفه سي.»محکمې د دې لوړ سن ته په کتو سره د هغې خراب صحي حالت ته هم اشاره کړې ده.

د سږکال په می میاشت کي دغه ۱۰۶ کلنه افغانه مهاجره رد سوې وه. د مهاجرو او پناه غوښتني ادارې هغه وخت سویډنۍ ورځپاڼي «سوینسکا ډاگ بلت» ته ویلي وه چي «لوړ سن د پناهندگۍ د منلو حق نه تضمینوي.» معنی داچي پر دغه سن باندي څوک له سیاسي لحاظه نه تعقیبیږي. خو دغه قضیه په سویډن کي د ډیري توجه وړ وگرځېده.

دغي زړې افغاني مهاجري هم اروپا ته د مهاجرو د ورمات بهير پرمهال خپل ځان سويډن ته رسولی او هلته ئې د پناه غوښتنه کړې وه.

له هغه راوروسته چي دغه سکانډناویايي هیواد تر ډیره وخته پوري اروپا ته د لارو تر خلاصیدو وروسته د مهاجرو په قبلیدلو کي مخکښ رول درلودئ، په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ مو کلنو کي د ډیرو پناه غوښتنو په سبب سویډن عملأ خپل سرحدونه وتړل. له هغه راهیسي هم دغه هیواد ته ډیر لږ مهاجر ورغلي دي.

زموږ له ارشيف څخه: