1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيمه ييز چارواکي غواړي په کجکي ولسوالۍ کي د طالبانو سره سوله وکړي

۱۳۹۰ آذر ۲۰, یکشنبه

د هلمند چارواکي دا گام وروسته تر هغه پورته کوي، چي تيره مياشت افغان او ايساف ځواکونو تر شپږ کلن ځنډ وروسته، لوړ او کښته کجکي د دولت تر ولکې لاندي راوستل. تر کال دغه ډول يو تړون په ساروان کلا کي هم لاسليک سوی وو.

https://p.dw.com/p/13Qji
د کجکي ولسوالۍ د بريښنا فابريکه
د کجکي ولسوالۍ د بريښنا فابريکهانځور: DW

د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ د ساروان کلا په سيمه کي د وسله والو طالبانو او دولت تر منځ تيرکال يو پريکړه ليک لاسليک سو، چي ګويا دواړه اړخونه به پخپل منځ کي جنګ نه کوي. د بيارغاوني پر يوشمېر پروژو به کار کوي.

اوس دولت غواړي، چي دغه ډول يو اوربند په کجکي ولسوالۍ کي هم د وسله والو طالبانو سره وکړي او په سيمه کي سوله ټينگه او د بيا رغاوني پروژې پيل سي.

د هملند ولايت دولتي چارواکي وايي، په کجکي ولسوالۍ کي له ډيري مودې راهيسي د وسله والو ‌طالبانو کمبله ټوله سوې او اوس غواړي د هغه طالب پلوه کسانو سره خبري وکړي، چي طالبانو تير ايستلي ول او د دولت سره ئې جنګول.

په هلمند کي د سولي د ولايتي شورا د دارالانشا مشر انجينر محمد داود فرهنګ کجکي ولسوالۍ ته د سفر پرمهال ويلي، دا يوښه وخت دئ چي د طالبانو سره د سولي خبري وسي.

فرهنګ وايي اوس په هلمند ولايت کي د ځايي او خارجي طالبانو تر منځ ارتباط نسته.

دی وايي، د سولي څخه يې هدف دا دئ، چي هغه کسان له جنګ او جګړې څخه تير کړي، چي د ډيري مودې راهيسي د دولت پرضد د وسله والو طالبانو سره يو ځای جنګېدل.

د هلمندولايت چارواکي وايي، که د کجکي اوسيدونکي او طالبان د دولت سره سوله وکړي نو له يوې خوا به په کجکي ولسوالي کي خلک په ارامي سره ژوند وکړي او له بلي خوا به په دې ولسوالي کي د بيارغوني کارونه پيل سي.

د هلمند د والي امنيتي سلاکار عبدالعلي شمسي وايي، د کجکي ولسوالۍ خلک هم د ساروان کلا د سيمي په شان مرستي ته اړتيا لري ترڅو په کجکي کي هم پوره امنيت راسي.

خو د ساروان کلا ولسوالۍ د سولي د تړون په اړه بيا وسله والو طالبانو په غبرگون کي ويلي ول، چي دا کار دوئ نه، بلکي څو تنو پيسه خوښونکو کړئ، چي په دوئ پوري هيڅ اړه نه لري.

کجکي ولسوالي، د تيرو شپږو کلونو راهسي د وسله والو طالبانو په واک کي وه، او يوازي د بريښنا بند تر دولتي حاکميت لاندی وو.

په دغه ولسوالۍ کي نه ښوونځی نه کلينيک او نه هم روغتیايي مرکزونه سته او خلک يې له سختو ستونزو سره لاس و گريوان دي.

د کجکي ولسوالۍ د بريښنا فابريکه ټولي جنوب لوېديزي حوزې ته د بريښنا ورکولو توان لري.

دغه فابریکه تر ۱۳۰ ميگاواټه زياته بريښنا توليدولای سي، او نوی توربين خو لا دوه کاله مخکي دغه ولسوالۍ ته انتقال سوی وو.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل