1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپنتا افغان مهاجرو ته سپارښتنه وکړه چې هيواد ته دې ستانه نشي

۱۳۹۵ آبان ۳۰, یکشنبه

دادفر سپنتا په آلمان کې ميشتو افغان مهاجرو ته مشوره ورکړه چې افغانستان ته دې نه ستنيږي. هغه وايي چې افغانستان کې وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي او د افغان مهاجرو حالت په ښه توګه درک کولای شي.

https://p.dw.com/p/2SyG4
Rangin Dadfar Spanta
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي امنيت سلاکار داکتر رنګين دادفر سپنتا د کرزي خلاف، آلمان کې میشت افغان مهاجرو ته مشوره ورکړه چې افغانستان ته دې نه ستنيږي. هغه وويل چې دی هغه مهاجر درک کوي کوم، چې نغواړي افغانستان ته ستانه شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير داکتر رنګين دادفر سپنتا، د شنبې په ورځ ( نوامبر ۱۹مه) د آلمان راډیو سره په مرکه کې وویل چې دی د افغانستان امنيتي او اقتصادي وضعيت او د بیکارۍ لوړ ميزان ته په کتو، خپل هيوادوال درک کولای شي چې له تيښتې وروسته نغواړي بيرته خپل هيواد ته ستانه شي.

دغه سياستوال زياته کړه، لکه څنګه چې ده خپله په آلمان کې زده کړې ترلاسه او کار یې کړی دی، نشي کولای چې له نورو (په آلمان کې میشتو افغان مهاجرو) څخه وغواړي چې بيرته دې افغانستان ته ستانه شي؛ ځکه څوک نه پوهيږي چې راتلونکې کې به د هغوی سره څه پيښيږي.

سپنتا چې د حامد کرزي په حکومت کې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۰ کاله پورې د بهرنيو چارو وزير وو، وویل چې هیڅ کله نغواړي د حکومتونو لخوا له بهر څخه افغانستان ته په اجباري توګه د افغان مهاجرو د بيرته ستنيدو په برخه کې تاثير لرونکی وي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو مياشتې مخکې د افغانستان پخواني ولمسشر حامد کرزي آلمان ته د خپل سفر پر وخت، دغه هيواد کې ميشتو افغان مهاجرو څخه غوښتي وو چې بيرته دې خپل هيواد ته ستانه شي.

امنيتي وضعه

تر څه موده مخکې پورې د افغانستان لوی ښارونه « د امن ټاټوبي» ول، خو اوس حتې په پلازمينه کابل او هغه ځای کې چې سپنتا اوسیږي هم بمي او ځانوژونکي بريدونه ترسره کيږي او ناامنيو په کې زور اخیستی دی.

افغانستان کې د هرې ورځې په تيريدو سره وضعيت خطرناکه کيږي، د تروريستې بريدونو پيښې په پرله پسې توګه د زياتيدو په حال کې دي او دولت هره ورځ پر لرو پرتو سيمو خپل لا زيات کنترول له لاسه ورکوي.

د ناامنیو علاوه، اقتصادي بحران او په هيواد کې د ۵۰ سلنې سرمایه ګذارۍ د کموالۍ له امله د بیکارۍ ميزان هم پورته تللی دی. سپنتا چې د کرزي په حکومت کې د بهرنيو چارو وزير او د ملي امنيت سلاکار وو، هم په خپل کور کې نيمه ورځ بريښنا نلري. دغه ډول زيات مسايل، د دې سبب واقع شوي دي چې هره ورځ له افغانستان څخه خلک بهر ملکونو ته وتښتي.

د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير د امريکا له نوي ولسمشر دونالد ترامپ څخه وغوښتل چې پاکستان دې، دې ته متقاعد کړي چې له تروريزم څخه د سياسي وسیلو په توګه کار وانخلي، د سپنتا په وينا که چيرې دغې مسئلې ته پام ونشي په افغانستان کې موجوده ټولې ستونزې به پر خپل ځای پاتې وي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.10.2016):