1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپنتا: د افغانستان له خاوري پر بل هيواد بريد نه کیږي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۴, دوشنبه

د افغانستان د ملي امنیت شورا رئیس ډاکټر رنګین دادفرسپنتا د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د اپريل ۲۳) د ولسي جرګې عمومي غونډي ته د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اړه معلومات ورکړل.

https://p.dw.com/p/14jcm
انځور: picture-alliance/dpa

تیره ورځ ناوخته ددغه تړون مسوده بشپړه سوه او افغان حکومت وايي، چي اوس لاسلیکیدو ته چمتو ده.

ښاغلي سپنتا وکیلانو ته وویل چي ددغه تړون مسوده په اتو برخو کي برابره سوې ده، چي ترټولو مهم او پیچلې ئې دریمه برخه ده.

دی وايي د ستراتیژیک تړون په دغه برخه کي د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیت په برخه کي د تل پاتي همکاریو د ټینګښت په اړه توافقات شوي دي.

ده زیاته کړه د افغانستان، سیمي او نړۍ د امنیت په موخه به دواړه هېوادونه د القاعدې او د هغې د ملګرو پر ضد ټینګه مبارزه کوي.

سپنتا وايي چي په دغه سند کي امریکا ژمنه کړې ده چي د افغانستان له خاوري څخه به پر کوم بهرني هېواد برید نه کوي.

«د امریکا متحده ایالات ژمن دي چي د افغانستان له تاسیساتو او قلمرو څخه به پر نورو هېوادونو باندي حمله نه کوي.»

د سپنتا په خبره، په ستراتیژیک سند کي راغلي دي چي امریکا له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو هر اړخېز سمبالښت ته ژمنه ده.

په دغه سند کې هوکړه شوې ده چي امریکا به افغان ځواکونه د ناټو غړو هېوادونو د سرتیرو په معیارونو سمبالوي.

دی وايي امریکا د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي ترڅنګ ژمنه کوي، چې ددغه هېواد پر وړاندي ټولو کورنیو او بهرنیو ګواښونو ته به په ګډه ځواب ورکوي:

«په دې ټکي په پوهیدو سره، چي د افغانستان ثبات د مرکزي او سویلي اسیا د ثبات په ټینګښت کي مهم رول لري، د امریکا متحده ایالات ټینګار کوي چې پر افغانستان باندي هر ډول بهرني تیري ته د ځان له پاره ستره اندیښنه ګڼي، د دا ډول پیښو د رامنځته کیدو په صورت کې دواړه لوري باید په بیړنۍ توګه سیاسي، ډیپلوماتیک، اقتصادي او یا پوځي ځوابونو په گډون د دواړو لورو په توافق سره مناسب ځواب طرح او طبیق کړي.»

سپنتا زیاتوي چي په افغانستان کي د امریکا د دایمي پوځي اډو په اړه به له دغه هېواد سره د ستراتیژیک سند تر لاسلیکیدو وروسته لږ تر لږه یو کال نوري خبري اتري هم وشي.

په دغو خبرو اترو کي د پوځي اډو د شمېر څرنګوالی، د امریکا مسئولیتونه او پر اډو باندي د افغانستان د څار په اړه بحثونه شامل وي.

ده زیاته کړه چي دغه ستراتیژیک سند به له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۴ میلادي کال پوري د تطبیق او پلي کیدو وړ وي.

په ستراتیژیک سند کي ژمنه شوې ده چي په افغانستان کي د سولي او ثبات په برخه کي به د افغان حکومت له هڅو ملاتړ کوي.

په دغه سند کې ویل شوي دي چي له هرهغه چا سره به سوله کیږي چي له القاعدې سره د اړیکو د شلولو ترڅنګ د افغانستان اساسي قانون او د ښځو حقونو ته درناوی ولري.

خو یو شمېر وکیلانو بیا که څه هم چي دغه سند ئې د افغانستان د راتلونکي په اړه مهم باله خو غوښتنه ئې کوله چي تر معلوماتو مخکي باید د سند بشپړ متن ددوی په واک کي ورکړل شوی وای.

ددې جرګې يو غړی محمد نعیم لالۍ حمیدزی وويل:«ددغه متن کاپي باید د ټولو وکیلانو په واک کي ورکړل شي.»

د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اړه په داسي حال کي معلومات ورکول کیږي چي څو ورځي وړاندي افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي ول، چي امریکا دي د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د مرستو اندازه معلومه کړي.

خو د ښاغلي سپنتا له خوا ددغه ستراتیژیک سند په اړه په ورکړل شوو معلوماتو کښي لا هم د مرستو اندازه نه ده روښانه شوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د مشرانو جرګې ته د ستراتيژيک سند په اړه معلوماتو ورکولو کښي وویل چي د افغانستان امنیتي ځواکونو سره د پیسو اندازه به په شیکاګو کنفرانس کي وټاکل شي.

افغان چارواکي وايي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون مسوده به د دواړه هېوادونو ولسمشران لومړی لاسلیک او بیا به د ملي شورا د دواړو مجلسونو له خوا تر تصویب وروسته توشیح او متن به یې په ملي جریده کې خپورشي.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل