1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپنتا د بېک څرگندونې وغندلې

۱۳۸۶ فروردین ۱۶, پنجشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنگين دادفر سپنتا د آلمان د سوسيال دموکرات گوند د مشر کورت بېک څرگندونې په کلکه وغندلې. بېک ويلي وو چې له طالبانو سره دې خبرې وشي. سپنتا وويل چې »منځلاري طالبان« هېڅ نشته.

https://p.dw.com/p/DKAG
په آلمان کې د افغانستان په هکله يو بل کنفرانس ته د سپنتا په وينا اړتيا نه ليدل کېږي
په آلمان کې د افغانستان په هکله يو بل کنفرانس ته د سپنتا په وينا اړتيا نه ليدل کېږيانځور: DW-TV
ده زياته کړه چې »دغه ډول څرگندونې د هغو خلکو لخوا کېږي چې له افغانستان څخه اگاه نه دي.« همداراز د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل چې طبعا په افغانستان کې ډېر خلک د نورو لخوا استعمال شوي دي او بايد بېرته ټولنې ته داخل ‍‍شي. خو يو بل کنفرانس ته په آلمان کې د ده په وينا اړتيا نه ليدل کېږي. په آلمان کې تر اوسه پورې درې کنفرانسونه د افغانستان په هکله تر سره شوي وو چې په ټولو کې طالبان نه وو راغوښتل شوي. ښاغلي کورت بېک دغه راز څرگنونې له افغانستان څخه تر ليدنې وروسته کړې وې. د آلمان لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل او نورو چارواکو هم فاصله نيولې ده او څرگندونې لا وړاندې په آلمان کې غندل شوې وې.