1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپنتا: د طالبانو سره د خبرو چانس نسته

۱۳۹۰ آذر ۳, پنجشنبه

د افغان ولسمشر حامد کرزي امنيتي سلاکار رنگين دادفر سپنتا وايي،«افغان حکومت په اوسني وخت کي په هيواد کي د شخړي د سوله ييز حل له پاره هيله نه لري. د پاکستانيانو له اجازي پرته طالبان روغي جوړي ته نه حاضريږي.»

https://p.dw.com/p/13GIl
د ولسمشر کرزي امنیتي سلاکار سپنتا
د ولسمشر کرزي امنیتي سلاکار سپنتاانځور: DW-TV

په کابل کي د المان له خبري آژانس سره په يوه مرکه د حکومت امنيتي مشاور، سپنتا وويل، په داسي حال کي چي په بن کي د افغانستان د نړيوال کنفرانس له پاره د ګوتو په شمار ورځي پاته دي، افغان حکومت له طالبانو سره د روغي جوړي چانس نه ويني.

د دې پوښتني په ځواب کي چي آيا د ياغيانو په اړخ کي کوم مشخص استازي وجود لري چي ور سره خبري اتري وشي، سپنتا وويل:«مطلقاً نه!».

سپنتا په خپله مرکه کي زياته کړې،«د پاکستان د استخباراتي ادارې او پوځ  له خوا د شين څراغ ورکولو څخه پرته طالبان هيڅکله د سولي خبرو اترو ته نه کښېني.»

هغه وويل چي دی داسي کومه نښه نښانه نه ويني چي د طالبانو مشرۍ ته دي اجازه وي چي د کرزي له حکومت سره خبري اتري وکړي.

سپنتا د تر اوسه پوري سولي د هڅو په اړه وويل:« له ياغيانو سره خبري له خنډ سره مخامخ نه دي، بلکي اصلاً دا خبري پيل شوي نه دي.»

د کرزي امينتي مشاور پخپله مرکه کي  يادونه وکړه:«زموږ بهرنيو متحدينو کله نا کله له ياغيانو سره د تماسونو خبره کړې ده، چي گويا له هغوئ سره د سولي خبري اتري رواني دي. خو دا کارهيڅ کله نه دی شوی. موږ تر اوسه پوري د طالبانو رسمي استازی ليدلی نه دی.»

سپنتا وويل که چيري د«طالبانو رښتيني مشران» د خبرو اترو له پاره افغانستان ته راشي،« موږ به د هغوئ د امنيت د خوندي ساتني له پاره هر ډول ضمانت وکړو.»

د افغانستان د حکومت امنيتي مشارو دغه راز پر پاکستان باندي د نړيوال فشار د زياتيدوغوښتنه وکړه.

سپنتا وويل:«دا کومه پټه خبره نه ده چي په افغانستان کي د زور زياتيو ريښه له ګاوندي هيواد څخه اوبه کيږي. کله چي تاسي غواړي چي په يونان کي د مالي کړکېچ د حل له پاره لاره چاره پيدا کړي، نو تاسي ترکيه ته نه ځي، بلکي خپله يونان ته ورځئ، چيري چي دغه ستونزه وجود لري.»

هغه پر نړيوالي ټولني باندي چي د افغانستان په دننه کي د يوې لسيزي را په دېخوا د تروريزم پر ضد جګړه پرمخ بيايي نيوکه وکړه:

«موږ نه شو کولای چي يوه لسيزه قرباني ورکړو، يوازي په دې وجه چي ددغي مبارزې له پاره غلط ټاټوبی ټاکل شوی دئ.»

هغه زياته کړه:« که چيري وضعيت بدل نه شي، ښايي د زور زياتيو لړۍ کلونه نور هم دوام وکړي.»

د کرزي امينتي سلاکار په خپله مرکه کي وويل:« که چيري د افغانستان له پولو بهرد ترهګرو مرکزونه له مينځه ولاړ شي او يا د هغوئ قوت کمزوری شي، نو کولای شم چي ووايم ښايي په راتلونکو لس کلونو کي به موږ پر خپلو پښو ودريږو.»

له افغانستان څخه په ۲۰۱۴ کال کي د نړيوالو جنګي سرتيرو د وتلو په اړه سپنتا وويل:«دا د عمل وړ دي. افغانان هم غواړي چي خپله خپلواکمني ولري. څومره چي ژر دا کار وشي، هومره غوره ده.»

هغه وويل چي افغان حکومت هيله من دی چي د ناټو په چوکاټ کي د المان  ملي پوځ وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه هم د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو په روزلو کي مهم نقش ولري.

سپنتا وويل په هغو سيمو کي چي افغان امينتي ځواکونو ته مسئوليت سپارل شوی دئ، دعام ولس اعتماد پر هغوئ وار په وار وده کوي. هغه وويل د مسئوليت د انتقال دوهم پړاو به کرزی، د بن له کنفرانس څخه مخکي او يا د کنفرانس په ترڅ کي اعلان کړي، چي په کومو سيمو کي امنيت افغانانو ته سپارل کيږي.

د بن د کنفرانس په اړه سپنتا وويل:« موږ په دغه کنفرانس کي د يو پياوړي سياسي پيغام تمه لرو. هغه دا چي ۲۰۱۴ کال له افغانستان سره د همکاريو او پيوستون د پای معنا نه لري.»

د افغان حکومت دغه امنيتي مشاور ډير کلونه په المان کي تيرکړي دي او په راتلونکې اونۍ کي به المان ته سفر وکړي.

د افغانستان د پلاوي مشري د ولسمشر حامد کرزي په غاړه ده. د طالبانو استازي به په دې کنفرانس کي ګډون ونه لري.

په پام کي ده چي د بن په کنفرانس کي نړيواله ټولنه اعلان وکړي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم افغانستان يوازي نه پرېږدي.

dpa/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل