1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپنتا: له ملا برادر سره مو ليدلي دي

۱۳۹۱ مرداد ۲۲, یکشنبه

د کابل او اسلام آباد په وینا افغان چارواکو په پاکستان کې د طالبانو له پخواني لوړ پوړي چارواکي سره په پټه لیدلي دي. کيدای سي دغه گام له طالبانو سره د سولي د ځنډېدلو خبرو په برخه کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/15oJr
انځور: DW

که څه هم تر اوسه افغان چارواکو له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې د پاکستان ژمني ته د شک په سترگه کتلي دي، خو د پاکستان له لوري دا پریکړه چې افغان چارواکو له ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي، ښایي د اسلام آباد له خوا و یوه مهم نقش لوبولو ته یو تمایل وي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنگین داد فر سپنتا، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي، چې دوې مياشتي پخوا یوه افغان پلاوي له ملا برادر سره په پاکستان کې لیدلي دي.

ملا برادر په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان په کراچی ښار کې د پاکستان د امنيتي ځواک له خوا و نیول شو او اوس هم هلته بندی دئ.

سپنتا په کابل کې د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ له ملا برادر سره لیدلي دي. زموږ پلاوي له هغه سره خبري کړي دي، چې د سولي د خبرو اترو په اړه د هغه نظر معلوم کړو.»

افغان چارواکي په ښکاره توگه ملا برادر ته د لاس رسي خبره کوي، خو د سپنتا له خبرو داسي څرگندیديږي چې له هغه سره اړیکي پخوا لا نیول شوي وي.

په عین وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي دي، چې پاکستان افغان چارواکو ته و ملا برادرد ته د لاس رسي اجازه ورکړې ده. رحمان ملک د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي:

«هغوی ته له غوښتني سره سم په مناسبه سطحه د لاس رسي اجازه ورکړل شوې وه.»

هغه زیاته کړې ده: «موږ له افغانستان سره په بشپړه توگه همکاري کوو. که چیري هغوی د سولي په پروسه کې او یا هم په افغانستان کې د سولي په پرمختگ کې د مرستي غوښتنه کوي موږ له هغوی سره هر ډول مرسته کوو.»

افغان چارواکي هیله مند دي، چې ملا برادر د سولي په خبرو اترو کې مهم رول لوبولای شي، چې د افغانستان روان کړکېچ ته د پای ټکی کښېښوول شي. د هغه په اړه ویل کیږي چې د طالبانو پر یو شمیر لوړ پوړو چارواکو سربیره له ملا عمر سره نزدې اړیکي لري.

پاکستان او افغانستان تیره میاشت په دې راضې شوي ول، چې د افغانستان د سولي د پروسې په اړه به له سره منظمي خبري اتري پیل کړي. دغه پریکړه افغانستان ته د پاکستان د نوي صدارعظم راجه پرویز اشرف د سفر پر وخت شوې وه.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل