1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپينه ماڼۍ: نتانياهو له اوباما سره ملاقات رد کړي دي

۱۳۹۴ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

د اسرائيلو لومړي وزير د امريکا د جمهور رئيس بارک اوباما هغه غوښتنه رد کړې ده چي په مارچ مياشت کي په سپينه ماڼۍ کي ورسره وگوري. د دغو دواړو هيوادونو د مشرانو اړيکي هيڅ وخت دغه شان خرابي نه وې.

https://p.dw.com/p/1I8zz
USA Israel Benjamin Netanjahu & Barack Obama Weißes Haus Washington
انځور: Reuters/K. Lamarque

سپيني ماڼۍ د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۷مه) اعلان وکړ چي د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو، د بارک اوباما، هغه رسمي غوښتنه چي په مارچ مياشت کي په سپينه ماڼۍ ملاقات ورسره وکړي، نه ده منلي او د امريکا و پلازمېني ته ئې خپل سفر لغو کړی دئ.

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي د نتانياهو دغه پريکړه ښيي چي له ايران سره د اټومي پروگرام پر سره د امريکا له توافق سره د اسرائيلو چارواکي څومره ژور اختلافات لري.

د ايران د اټومي پروگرام پر سر د اوباما او نتانياهو د نظر تفاوت، د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکي په تيرو څو لسيزو کي تر ټولو ترنگلي حالت ته رسولي دي.

د امريکا د ملي امنيت شورا وياند ند پرايس، ويلي دي چي د اسرائيلو حکومت دوې اوونۍ وړاندي د مارچ مياشتي پر ۱۸ يا ۱۹ له اوباما سره د نتانياهو د ملاقات وړانديز کړی وو او واشنگټن دغو دوو اړخيزو خبرو اترو ته د تياري په حال کي وو چي ناببره د رسنيو له لاري خبر سول چي د اسرائيلو لومړي وزير بلنه رد کړې ده.

پرايس، هغه راپورنه رد کړل چي گويا سپينه ماڼۍ د نتانياهو کوربه توب ته زړه نه غوښت.

رويترز د سپيني ماڼۍ د راپور له مخي لکيلي دي چي د اسرائيلو د لومړي وزير دفتر د بارک اوباما د رسمي بلني د نه منلو په اړه غبرگون نه دی ښوولی.

په پلان کي ول چي واشنگټن او تل آويو د امريکا له خوا له اسرائيلو سره د څو مليارد ډالري دفاعي مرستي په اړه خبري اتري پيل سي. له اسرائيلو سره د امريکا دفاعي مرستي د کاله درې ميليارده ډالره دي.

د اسرائيلو تلويزيون د ځينو سرچينو په حواله چي هويت ئې روښانه سوی نه دئ، اعلان کړی دئ چي واشنگټن ته د نتانياهو سفر کيدای سي له دې کبله لغو سوی وي چي په امریکا کي انتخاباتي مبارزه روانه ده، ځکه کیدای سي ځيني کانديدان وغواړي د اسرائيلو له لومړي وزير سره ملاقات وکړي.