1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپينه ماڼۍ: پاکستان د ياغيانو سره په جګړه کي ښکاره کړنلاره نه لري

۱۳۹۰ فروردین ۱۷, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د حکومت په يو نوي رپوټ کي خبرداری ورکړل سوی چي پاکستان پر طالب ياغيانو باندي د برياليتوب لپاره ښکاره کړنلاره نه لري.

https://p.dw.com/p/RFlp
«د ياغيانو دبيشپړي ماتي لپاره ښکاره کړنلاره وجود نه لري»
«د ياغيانو دبيشپړي ماتي لپاره ښکاره کړنلاره وجود نه لري»انځور: picture-alliance/Ron Sachs - via CNP

کانګرس ته د سپيني ماڼۍ دغه نيم کلن رپوټ په دي مقصد جوړ سوی، ترڅو د افغانستان د جګړې د هدفونو په هکله قضاوت وشي. په دغو هدفونو کي يو هم د القاعدې پر ضد د عملياتو نتايج دي چي اوس کابو لس کاله ځني تيري سوي.

په رپوټ کي د خيبر- پښتونخوا او د پاکستان سره د افغانستان سرحدي سيمو وضعيت د جنورۍ څخه د مارچ تر مياشتي پوري ډير ناخوال ښودل سوی دی.

د متحده ايالاتو د حکومت دغه رپوټ يادونه کوي چي د جنورۍ په مياشت کي د مومندو اجنسي او د باجوړ په سيمه کي د پاکستان پوځ په دريم ځل په تصفيوي عميلاتو لاس پوري کړی، خو دغه پوځ ونه تواندی چي ټاکولو هدفونو ته ورسيږي.

رپوټ وايي چي، د پاکستاني پوځ عمليات چي د اورپکو د مقاومت او د هوا د خرابوالي له امله ناکامه سول، په دې مقصد په لاره اچول سوي ول، چي د جګړو په نتيجه کي د سيمي بې ځايه سوي خلک بيرته په خپلو ټاټوبو کي ميشت سي او د ياغيانو د وسلو زيرمي بيا خصوصا هغه بمونه چي دوی يې په پټه توګه ښخوي کشف سي.

د سپيني ماڼۍ دغه رپوت روان وضعيت ته په اشارې سره وايي: « د عملياتو سره سره د ثبات او بيا رغاوني نښه نښانه نه ليدله کيږي. د ياغيانو دبيشپړي ماتي لپاره ښکاره کړنلاره وجود نه لري، که څه هم پاکستان هلته 147 زره سرتيري ځای پر ځاي کړي.»

خو رپوټ په عيني وخت کي له هغو قربانيو چي پاکستاني سرتيرو په دې موده کي د ورکړي دي، يادونه کوي او زياتوي چي د واشنګتن او اسلام اباد تر منځ په تيرو درو مياشتو کي د موجودو ستونزو سره سره په پوځي ډګر کي همکاري موجودي وي.

که څه هم دغه همکاري د يو لند وخت لپاره دCIA د يو مامور چي په پاکستان کي په قتل تورن سوی ؤ، له خنډه سره مخامخ سوې ول.

رپوټ دغو همکاريو ته اشاره کوي او وايي چي، په تيرو وختو کي د خيبر- پښتونخوا په صوبه کي د ياغيانو پر ضد د پاکستان او ناټو تر منځ د همږغيو ستاينه کړې.

د سپيني ماڼي رپوټ زياتوي چي، د افغانستان په دننه کي د ياغيانو ځانمرکي بريدونه او بيا خوصواً د ملکي هدفونو پر ضد ددې نښانه ده چي هغوی تر پوځي فشار لاندي دي.

خو په رپوټ کي يادونه سوې چي طالبان د خپلي دغي نوي ستراتيزي سره چي، ملکي هدفونه تر حملو لاندي نيسي او د خپلو منابعو له درکه ډاډه دي.

د متحده ايالاتو دغه رپوټ د افغانستان د ملي امينتي ځواکونو د جوړښټ د پرمختګ په هکله انديښنه څرګنده کړې. د افغاسنتان د ملي امينتي ځواکونو پرمختګ د متحده ايالاتو د سترو هدفونو څخه شميرل کيږي ترڅو په راتلونکي جولای کي د امرکيايي سرتيرو د وتلو د پيل له پاره لاره اواره کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل