1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپيني ماڼۍ ته په ور ننوتو سره به اوباما د سياسي ژوند د سختو واقعيتونو سره مخامخ وي

۱۳۸۷ دی ۱۸, چهارشنبه

د امريکا په متحده ایالتونو کي خلک په دې خوشاله دي چي سپيني ماڼۍ ته د بارک اوباما د راتلو وخت رانژدې کيږي. امریکايان غواړي چي د جنورۍ دمیاشي پر20 نېټه بیا هغه خوشالۍ وکړي چي د تير کال د نومبر د مياشتي پر 4 نېټه يې کړي

https://p.dw.com/p/GTjX
د امريکا راتلونکی جمهوررييس بارک اوباما اوس لا په چورت کي ډوب دی
د امريکا راتلونکی جمهوررييس بارک اوباما اوس لا په چورت کي ډوب دیانځور: AP

خواوباما، دسياسي ژوند دسختو واقعيتونو څکه د وفادارۍ د لوړي څخه مخکي چي په خوشالیو او ولوو سره ترسره کيږي، په واشنګټن کي کړې. مخکي له دې چي اوباما، سپيني ماڼۍ ته راسي، دی ددو ترخو پيښو سره مخامخ سوی.

يو دسوداګرۍ وزارت پست ته دګورنرBill Richardson نو مول وچي وروسته پر هغه باندي د بډي اخيستلو تورونه ولګول سول او بل داچي پخپله دده ګوند، ډیموکراټانو په کانګرس کي ددې مخه نیولې چي داوباما داقتصادي تموجاتو دودي پلان مخکي له دې چي اوباما سپیني ماڼۍ ته راسي ومنل سي.

داوباما نظر داو،چي دغه پلان به مخکي دمخه دکانګرس له خوا منل کيږي اوکله چي دی په کار پيل کوي نو هغه به يوازي لاسلیک کوي.که څه هم په لومړي سرکي ددغه هيواد دنمایندګانو دجرګې مشري ډیموکراټيNancy Pelosi داخبره دبارک اوباما، سره منلې وه خو وروسته يې خپله دغه خبره بيرته اخيستې.

نو اوس به اوباما، دجنورۍ د میاشتي په 20 نېټه د وفادارۍ دلوړي څخه وروسته کاپیتول يا ددغه هیواد دکانګرس ودانۍ ته ځي او وکيلانو ته به داخبره روښانوي چي په دغه هيواد کي د اقتصادي رکود سره مبارزه ډيره ضروري ده. او باما وايي چي:« ددغه هيواد اقتصاد ډير سخت ناروغه دی » او ددغي ناروغۍ د درملني له پاره بايد ډير سخت کار وسي. اوباما، د اقتصادي تموجاتو دودي په پلان کي 775 مليارده ډالره په نظر کي نیولي چي په دغه پيسو کي د 300 ملیاردو ډالرو په اندازه د مالیاتو کمول هم شامل دي.

اوباما د«change» يا بدلون د شعار ورکولو پر مهال
اوباما د«change» يا بدلون د شعار ورکولو پر مهالانځور: AP Photo

داچي اوباماد« بدلون يا Change » څخه ډيري خبري کړي،د سیاست په عملي ډګر کي د امریکي 44 م ولس مشر په دي ښه پوهيږي چي د بحران په وخت کي هم دده صلاحيتونه يوحد لري. خو له بله پلوه پدې هم ښه پو هیږي چي وګړي دپخوانۍ تګ لاري څخه په اصطلا تر سږمو راغلي او د اوباما، څخه دا تمه لري چي دی به بدلونو نه راولي او دهمدې هدف له پار ه خلکو دی ټاکلی دی.

دروزويلت، دزمانې څخه راپدیخوا په امريکا کي يو ولسمشر د دومره ډیرو پرابلمونو سره نه و مخامخ.

د 1932 میلادي کا ل څخه راپدیخوا چي د امریکاپه متحده ایالتونو کي فرانکلین روزويلت ولسمشر و، تر اوسه بل هيڅ ولسمشر په دغه هيواد کي د دومره ډیرو ستونزو او پرابلمونو سره نه ومخامخ، لکه او س چي بارک اوباما، ورسره مخامخ دی.

نړۍ دیوه ستر اقتصادي بحران سره مخامخ ده، په افغانستان او عراق کي لا جګړې په خرپ رواني دي،د نژدې ختيځ حالات تر بل هر وخت ویجاړ بريښي او په غزه کي همداواس جګړه روانه ده. د امريکا په متحده ایالتونو کي د موټر جوړولو فابريکې د افلاس او سقوط سره مخامخ دي. د امریکا د دولتي پورونو اندازه په اصطلا له سره اوښتې او د تروريزم خطر لا پرخپل حال پاته دی.

داچي اوباما، به و کولای سي په دغه ټولو ستونزوکي په یوه لنډ ه موده کي يو څه کمی راولي، پدې اړه د ماشيګن د پوهنتون د سياسي علومو استادMatt Grossmann وايي چي:«که څه هم ، په سياست کي به په لنډه موده کي د لويو بدلونونو امکانات آسانه خبره نه وي، خوله دې امله چي اوباما، هڅه کوي چي د امريکا په دوه ګوندي نظام کي د تفاهم او جوړي څخه کار واخلي، نو کيدای سي چي دخپلو موخو پر لور ګامونه مخ په وړاندي واخلي.»